د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د سیمې د ۱۲ هېوادونو د پوځي مشرانو او نورو چارواکو دوه ورځني غونډه د سېشنبې پر ورځ پای ته ورسېده چې ګډونوالو یې په سیمه کې د ترهګرۍ او نشه يي موادو پرضد پر شریکه مبارزه ټینګار وکړ.

په دغه کنفرانس کې د پاکستان د وفد مشري د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه کوله.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار په خپله وېب پاڼه لکلې د کابل کنفرانس ته په خپله وینا کې جنرال باجوه وویل د سيمې امنيت او ثبات د افغانستان د امن او سولې سره تړل شوی او زیاته یې کړه په پاکستان کې د ترهګرو ټول پټنځایونه له منځه وړل شوي دي، خو د ځینو وسله والو موجودګي به د روان ردالفساد عملياتو له لارې ختم کړل شي.

د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش د سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل د پاکستان په ګډون د نورو هېوادونو پوځي مشرانو دا ژمنه وکړه چې په خپلو سیمو کې به د ترهګرو د مالي سرچینو خلاف اقدامات کوي.

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د ځواکونو ویاند ټام ګریسبک ویلي، په دغه غونډه کې پوځي مشرانو د افغانستان او د سیمې پر امنیت زیاتې خبرې وکړي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

جلال اباد کې حمله شوې ده
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:56 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG