د لاسرسي ځای

تازه خبر

تېر کال په مردان عبدالولي خان پوهنتون کې دوژل شوي زده کوونکي مشال خان وکيلانو په دغه پېښه کې اورول شوي سزا کمې ګڼلو له وجې په هايي کورټ کې اپېل کړی دی. د فرورۍ په دېارلسمه جمع شوي دې اپېل کې د مشال خان وژونکو ته د سختې سزا غوښتنه شوې.

مشال خان خپلو پوهنتونوالو دين ته د سپکاوي په تور وواژه. خو پوليسو ويلي چې پر هغه لګېدلي تورونه بې بنياده وو او نوموړي د مذهب بې احترامي نه وه کړې.

د هغه وژنې په کېس کې د خېبر پښتونخوا د هريپور ترهګرۍ ضد عدالت د جنورۍ په ومه نېټه مرکزي ملزم، عمران علي ته د مرګ، پنځو نورو ته د عمري بند سزا او ۲۵ نورو ته یې د څلور څلور کلونو لپاره د بند سزا واوروله. خو ۲۶ نور ملزمين د شواهد د نښتوالي په بنياد خوشي کړل شول.

د مشال خان د وژنې په تور ۵۷ کسان نيول شوي وو چې ۲۶ يې خوشي شوي دي.

د مشال خان يو وکيل ايډوکېټ سليم خان وايي دا کسان بايد نه وای پرېښودل شوي. د هغه په وېنا له همدې وجې يې په هايي کورټ کې اپېل کړی چې له سره پر دې ټولې پرېکړې غور وشي. ((دا کوم کسان چې خوشي شوي، دوی کې د ډېرو ويډيوګانې راغلې او ښکاره وايي چې ډېر ښه يې وکړل چې مشال يې وواژه. نو داسې کسان پرېښودل انصاف نه دی. موږ غواړو چې سختې سزا ورکړل شي چې بېا څوک داسې کار ونه کړي.))

د جماعت اسلامي او جماعت العلمای اسلام (ف) مذهبي ګوندونو غړو د فرورۍ په نهمه، د راخوشي شوو ۲۶ کسانو په ملاتړ يو لاريون وکړ. راخوشي شوو کې ځينو يې د مشال خان په وهلو ټکو فخر وښود.

د پاکستان مطبوعاتو د خېبر پښتونخوا وزيراعلی يو سلاکار شوکت يوسفزي له خولې ليکلي چې د پرېښودل شوو پر خلاف به عدالت ته ځي. خو د دې صوبې کورنيوو چارو وزارت يو چارواکي، ايډيشنل سيکريټري سيکيوريټي افتخار عالم د فرورۍ په ۲۳ مشال راډيو ته وويل د عدالتونو پر پرېکړو دوی کار نه لري خو که چا امنيت ته خطر جوړاوه، د هغوی مخه به نيسي.

دا هم ولولئ: مشال خان وژنې په کېس کې سزاوې واورول شوې

افتخار عالم زياته کړه: ((هغه بله ورځ چې خلک راوتي وو، نو هغوی هغه کسان وو چې پر دې فېصله خوشاله نه وو. ځيني کسان داسې دي چې پر دې فېصله خوشاله دي خو ځيني پرې نه دي. مطلب مې دا دی چې که کله امنیت خرابېده نو بېا به موږ عمل کوو. پوليس به عمل کوي.))

د مشال خان پلار، محمد اقبال خان هم په دغه کېس کې تر راغلې پرېکړې وروسته مشال راډيو ته وويل چې دا سزاوې يو اغاز دی خو ځکه بايد تورن کسان پرېنښودل شي چې په پېښه کې مستند ويډيو ثبوتونه شته دی.

پوره انصاف راسره نه دی شوی: د مشال خان مور
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:38 0:00

XS
SM
MD
LG