د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ او پوتین د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د شخړې په اړه خبرې کړې


ولاديمير پوتين (ښي لاس ته) او ډونلډ ټرمپ (کيڼ لاس ته)

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین وايي، د خپل امریکايي سیال ډونلډ ټرمپ سره یې د ټیلیفون له لارې د فلسطین او اسراییلو ترمنځ د شخړې په اړه خبرې کړې دي.

دواړو مشرانو د فبرورۍ په ۱۲مه دغه خبرې مخکې له هغې کړي چې پوتین د فلسطین له مشر محمود عباس سره په مسکو کې وکتل.

د فلسطین د مشر او د روسیې د ولسمشر ترمنځ د بندو دروازو ترشا تر خبرو وړاندې ولاديمیر پوتین تاس او انټرفېکس خبري اژانسونو سره د خبرو پر مهال وویل چې نوموړی همدا شېبه د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وغږېده.

هغه زیاته کړه، واضحه ده خبرې یې د اسراییلو او فلسطیننیانو ترمنځ پر شخړه متمرکزې وې.

پوتین وړاندې وویل، د فلسطینیانو او اسراییلو ترمنځ د اختلافاتو پر کمولو خبرې وشوې، ځکه چې د سیمې اوسنی صورتحال هغسې نه دی چې کریملین یې لیدل غواړي.

د روسيې خبري اژانسونو د محمود عباس له خولې لیکلي، د واشنګټن له وروستیو پرېکړو وروسته دوی په دې نه دي تیار چې له اسراییلو سره د شخړې د هواري لپاره امریکا د یوازیني منځګړي هېواد په توګه ومني.

د امریکا او فلسطین ترمنځ وروسته له هغې اوبه خړې شوې چې ولسمشر ټرمپ د تېرکال د ډيسمبر پر شپږمه نېټه اعلان وکړ چې دوی بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په حیث پېژني او ژمنه یې وکړه چې د امریکا سفارت به هلته لېږدوي.

XS
SM
MD
LG