د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان دوه توی کې د پولیو کیمپېن بحال شوی؟


پراګ ـ د جنوبي وزیرستان په دوه توی کې چارواکي وايي، د خلکو تر انکار وروسته یې د پولیو کیمپېن بیا بحال کړی دی خو په دې اړه صورتحال لا هم پوره واضحه نه دی ځکه چې د دوتاڼیانو د دې سیمې مشرانو د فبرورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته ویلي ول، د ګوزڼ له درې ورځني واکسیني کیمپېن څخه یې انکار کړی.

د دوتاڼیو یوه مشر کالا خان ملک وايي، وزیرو د دوی ځمکې نیولې دي نو ځکه یې ماشومانو ته له څاڅکو ورکولو انکار وکړ:

((دا ځمکې په کاغذونو کې زموږ ملکیت دي. دا ځمکې دې حکومت راخلاصې کړي نو موږ به پولیو ومنو، حکومت هم منو، پوځ هم منو خو احمدزیو وزیرو سره وسلې دي او په مالي توګه هم پیاوړي دي خو حکومت له موږه لایسنس داره او بې لایسنسه ټولې وسلې ټولې کړې دي نو موږ حکومت ته له خواست علاوه هېڅ نشو ویلای.))

د دوتاڼو له بل ملک ډاکتر نور څخه مې پوښتنه وکړه چې د ځمکې د لانجې پر سره د خپلو ماشومانو مستقبل ولې د معذورۍ له خطر سره مخامخوئ؟ هغه په ځواب کې وویل:

((د پولیو له څاڅکو مو انکار کړی وو خو بیا ماسپښين مو له پولېټېکل انتظامیې او پوځ سره جرګه وشوه. په جرګه کې مو هم غوښتنه دا وه چې حکومت دې زموږ پر ځمکه قبضه ختمه کړي ځکه چې که هسې زموږ بچي مري نو له پولیو دې ومري.))

ملک ډاکتر نور د جرګې د نتیجې په اړه څه و نه ویل خو د دوه توی تحصیلدار خالد سلیم مشال راډیو ته وویل، په جرګه کې یې د پولیو کیمپېن بیا بحال کړی:

((دوی سهار انکار کړی وو، دلته د ځمکې پخوانۍ لانجه ده، خو بیا مو ورسره جرګه وکړه، نو مسله مو حل کړه.))

خالد سلیم زیاتوي چې د دوشنبې یا ګل پر سهار هم روغتیايي ټیمونو په دوه توی کې د پولیو څاڅکي ورکول چې وروسته له دې کاره منع کړل شول.

هلته د خیبر پښتونخوا د واکسینو ادارې مشر ډاکتر اکرم شاه وايي، سږکال به د پولیو رنځ له پاکستانه ختموي. تېر کال په قبایلي سیمو کې د پولیو یوه پېښه هم نه وه شوې خو په خیبر پښتونخوا کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی وو.

XS
SM
MD
LG