د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګڼو سازمانونو د عاصمې جهانګیر د مبارزې ستاینه کړې


پراګ - د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د پاکستان نوميالۍ قانونپوهه او د جمهوريت او بشري حقونو مبارزه عاصمه جهانګير د ۶۶ کلونو په عمر په لاهور کې ومړه.

د هغې پر مړينه د هېواد د سياستوالو او بشري حقونو د فعالانو تر څنګ نړيوالو ادارو هم خپګان ښودلی.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشر، ډاکټر مهدي حسن مشال راډيو ته وويل چې د عاصمې جهانګير مړينه د پاکستاني ولس، په تېره د هغه هېواد د ځپل شويو طبقو لپاره يوه لويه ضايع ده:

((د هغې مړينه د پاکستاني ولس او همداراز د محرومو طبقو لپاره د يوه غټ تاوان په مانا ده. هغه مبارزه چې د مظلومو ولسونو د حقونو لپاره عاصمې کړې، د پاکستان دننه يې مثال نه شي موندل کېدای. زړوره ښځه او د پاکستان اثاته وه. زه فکر کوم دا يوه ډېره لويه غميزه ده. ژوند او مرګ د خدای په لاس کې دي، خو د افسوس خبره دا ده چې له پاکستانه کوم خلک ولاړ شي، د هغوی پر ځای بل هغسې څوک نه راځي. د دې مانا دا ده چې موږ د هغه يوه نظام جوړولو په کار کې ناکامه شوي يو چې نور ښه خلک پيدا کړي. دا ډېره مهمه مساله ده.))

په دې اړه

عاصمه جهانګیر: "د جمهوریت سربازه"

د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتيرس د عاصمې جهانګير د مړينې په مناسبت په خپور کړي يوه بيان کې ويلي، د بشري حقونو يوه تکړه فعاله يې له لاسه ورکړه.

نوموړي د عاصمې کورنۍ او ملګرو ته د خواخوږۍ په خپل پيغام کې زياته کړې، عاصمه يوه هوښياره، بااصوله او زړوره فعاله وه. ((د هغې ياد به تلپاتې وي.))

عاصمې جهانګير له ملګرو ملتونو سره په ايران کې د بشري حقونو د يوې ځانګړې پلټونکې په توګه کار کاوه.

د جنوبي اسيا لپاره د بښنې نړيوال سازمان مرستيال مشر عمر وړايچ هم د عاصمې جهانګير پر مړينه خواشيني ښودلې او پر خپلې ټوېټر پاڼه يې ليکلي، عاصمه تر ټولو بهادره ښځه وه چې ده پېژنده: ((هغه د امرانو یا ډېکټېټرانو پر وړاندې په جرات ودرېده او ورباندې شويو حملو هېڅ کله و نه وېروله. د هغې تشه نه پوره کېدونکې ده.))

عاصمه جهانګير د پاکستان د بشري حقونو کمېشن له بنسټ ايښودونکو څخه وه. هغه اولنۍ ښځه وکيله وه چې د پاکستان سپريم کورټ د بار ايسوسي ايشن د مشرې په توګه هم وټاکل شوه.

عاصمې جهانګير ته د پاکستان حکومت او نړيوالو ادارو د هغې د بشري حقونو مبارزې لپاره جايزې هم ورکړې دي.

XS
SM
MD
LG