د لاسرسي ځای

تازه خبر

نومیالۍ قانونپوهه او د حقونو فعاله عاصمه جهانګیر وفات شوه


نومیالۍ قانونپوهه او د حقونو فعاله عاصمه جهانګیر
نومیالۍ قانونپوهه او د حقونو فعاله عاصمه جهانګیر

پراګ ـ د پاکستان نومیالۍ قانونپوهه او د بشري حقونو فعاله عاصمه جهانګیر د ۶۶ کلونو په عمر کې مړه شوه.

د پاکستان دولتي راډیو او نورې رسنۍ وايي، عاصمه جهانګیر د خالي په شپه ناوخته روغتون ته وروړل شوې وه چې د یکشنبې پر ورځ مړه شوه.

مېرمن جهانګیر د بشري حقونو فعاله وه، د پاکستان سپریم بار کونسل پخوانۍ مشره وه او د جمهوريت لپاره یې لسیزې مبارزه کړې وه. نوموړې د فبرورۍ پر اتمه په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناستې ته هم ورغلې وه او د خپل ملاتړ اعلان یې کړی وو.

عاصمه جهانګیر: "د جمهوریت سربازه" - ژوندلیک او مبارزه

عاصمه جهانګیر ناستې ته په وینا کې ویلي ول چې د ورکو شویو کسانو قضیې یې عدالتونو ته وړې دي.

د نوموړې خور د پاکستان جیو تلویزون ته په مرکه کې وویل، د عاصمې جهانګیر مړینې نه یوازې د دوی د کورنۍ بلکې د پاکستان د ټولو خلکو لپاره یوه تشه رامنځ ته کړه.

د پاکستان سیاستوالانو، فعالانو او خبریالانو د عاصمې جهانګیر په مړینه د خپګان څرګندونه کړې او پر ټوېټر یې پیغامونه خپاره کړي.

نوموړې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له لوري په ایران کې د حقونو ځانګړې پلټونکې په توګه هم کار کړی.

د عاصمې جهانګیر کورنۍ وايي، له صلاح مشورې وروسته به د جنازې او د تدفین د مراسمو په اړه یې رسنیو ته معلومات ورکړي. د نوموړې یو زوی او دوې لوڼې وې، د کورنۍ ځیني غړي یې په لندن کې مېشت دي.

نوموړې د ۱۹۵۲م کال د جنورۍ په ۲۷ مه په لاهور کې زوکړې وه.

XS
SM
MD
LG