د لاسرسي ځای

تازه خبر

پراګ ـ روسي چارواکي وايي، د ماسکو په څنډو کې د پرېوتې الوتکې د لټون عملیات د واورې د ورښت او د موسم د خرابوالي له وجې له ستونزو سره مخ دي.

دا الوتکه د یکشنبې په ورځ له الوت نه لږه شېبه وروسته پرېوتې وه. چارواکي وايي، اوس د ژغورنې هڅې پای ته رسیدلي، ټول ۷۱ کسان مړه شوي دي.

د روسیې د بیړنیو چارو وزیر ولاديمیر پوچکوف د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د الوتکې د پېښې د وژلو شویو کسانو له کورنیو او دوستانو سره له زړه نه غمشریکي کوي. دغه وزارت وايي، تر اوسه یوازې د دوو کسانو جسدونه موندل شوي دي.

د الوتکې د نسکورېدو سیمې ته ۴۰۰ کسان لېږدول شوی څو په عملیاتو کې برخه واخلي. د بیړنیو چارو وزیر وايي د الوتکې یوه ثبتونکې اله موندل شوې ده، خو زیات جزیات یې په اړه نه دي معلوم.

د Antonov An-148 په نوم دغه الوتکه د یکشنبې په ورځ د مسکو له هوايي ډګره د الوت نه لږه شیبه وروسته له راډاره غیبه شوې وه.

د مساپرو په منځ کې درې ماشومان او دوه بهرني اتباع چې د ازرباييجان او سویسزر لینډ اوسیدونکي ول، هم شامل وو.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG