د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام: په عفرین کې د ترکي خلاف د حکومتي او مخالف کرد ځواکونو مبارزه


په عفرین سیمه کې سخته جګړه روانه ده
په عفرین سیمه کې سخته جګړه روانه ده

پراګ ـ رویټرز خبري اژانس لیکي په شام کې حکومت پلوه ځواکونه او کردي جنګیالي په مختلفو سیمو کې د یو بل خلاف جنګیږي خو په عفرین کې بیا د دواړو مقصد د ترکیې مخنیوی کول دي. دواړه خواوې په سیمه کې د ترکیې مخ په زیاتېدونکي اثر رسوخ خلاف دي.

د شام ولسمشر بشارالاسد وایي د امریکا ملاتړ لرونکي کردي عسکر په عفرین کې د ترکیې خلاف جګړه کې د یو داسې چا مرسته لري چې نه یي غوښتل د کردانو مرسته وکړي.

ترکیې تېره میاشت په افرین سیمه کې عملیات پيل کړل چې له دغې وروسته کردانو د دمشق نه غوښتنه وکړه چې نور عسکر دغه سیمې ته ولیږي.

رویټرز لیکي شامي حکومت داسې څه نیغ په نیغه ونه کړل خو عفرین سیمې ته یي کردي ملېشوو عامو خلکو او سیاستوالو ته د تللو اجازه ورکړه.

بلخوا د شام په اووه کلنه جګړه کې د امریکا لپاره موجوده وخت کې یو مشکل دا هم پیدا شوی دی، چې د دوی ملاتړ لرونکې کرد ملېشه باید د ولسمشر اسد سره په روانه جګړه کې څنګه معامله وکړي ځکه چې کرد عسکر د امریکا نه پوځي مرسته حاصلوي.

په شام کې د کرد جمهوري ځواک ویاند کینو ګیبریل وایي، په عفرین کې د روانې جګړې د مخنیوي یو شمېر لارې دي، خو بنیادي لاره د شام د رژیم د عسکرو لخوا ده، د کرد او شامي عسکرو تر منځ پر دې مسله یوالې شته، او باید د افرین پر مسله دواړه خواوې نور هم بحث وکړي.

په عفرین کې د شام حکومت د کردانو زیاتره بشري مرستې کوي. رویټرز ته د بشارالاسد په ملاتړي ځواک کې یو پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، دوی په افرین کې پر ځینو ځایونو کې د کردي ملیشو په تګ راتګ ځان غلی کوي، چې مقصد یي په دغه سیمه کې د کرد ملیشو د ترکیې خلاف په نښته کې مرسته کول دي.

بلخوا کردي چارواکي وایي دوی په عفرین سیمه کې د دمشق مرستې ته ضرورت لري، او د ترکیې خلاف دغلته د روانې جګړې په ګټلو کې دمشق رول له پامه نه شي غورځیدای.

بلخواد ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتیریس په شام کې په سمدستي توګه د تاوتريخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده. دا له هغې وروسته ده چې اسراییل په شام کې دننه هوایي بریدونه ترسره کړل. شام له ۲۰۱۱ز کال راهيسې د کورنۍ جګړي سره سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG