پراګ ـ يو ایراني نژاده کاناډایی اکاډمیک او د چاپیریال فعال د تهران په زندان کې مړ شوی. دا خبره د هغه زوی د فبرورۍ په ۱۰ په ټویټر او انسټاګرام پاڼو کړې ده.
سيد امامي کاووس د جنورۍ په میاشت کې د ايراني چارواکو لخوا بندي شوی و. د هغه زوی رام امامي چې یو سندرغاړی دی، ويلي چې د فبرورۍ په ۹ مه یې مورته خبر ورکړل شوی چې خاوند یې مړ شوی دی. هغه لیکلي چې ايراني چارواکو ورته ويلي چې پلار يې ځان وژنه کړې ده.
سيد امامي په امريکا کې روزنه ترلاسه کړي وه او د فارس ځنګلي میراث بنسټ ایښودونکی و، چې په ایران کې يې د نادرو ځناورو د خوندي ساتلو لپاره کار کاوه.