د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل وايي، له اسلام اباد سره خبرو کې ((د پام وړ پرمختګ ونشو))


پراګ - د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستانیو چارواکو سره یې په دوه ورځنیو خبرو کې ((د ترهګرۍ پر ضد د اقداماتو، د تاوتریخوالي کمولو او د سولې او جوړجاړي)) په برخو کې د ((پام وړ پرمختګ نه دی شوی)).

د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۰مه په بیان کې ویلي، البته دواړو خواو د ((همکارۍ پر مېکانېزم پرمختګ)) کړی.

بیان تر دې زیات معلومات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکتر محمد فیصل پر ټوېټر په یوه بیان کې وویل، اسلام اباد او کابل د سولې او يووالي د عملي پلان په اړه پر ((ځېنو موضوعاتو موافقې ته رسېدلي)) خو په وینا یې لا هم داسې مسایل شته چې ورباندې د بحث اړتیا ده چې همغږي پیدا شي.خو تر اوسه لا هم ډېر داسې مسایل پاتې دي چې ورباندې بحث وشي او همغږي رامنځ ته شي.

افغان پلاوی د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي په مشرۍ اسلام اباد ته تللی وو او هلته یې تر دوو ورځو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د سېکرټرې تهمینې جنجوعه په مشرۍ له پلاوي سره خبرې وکړې.

دا د دواړو خواو دویمه غونډه وه چې لومړۍ هغه یې تېره اوونۍ په کابل کې شوې وه.

د کابل پوهنتون ښوونکی او د سياسي چارو شنونکی ودير ساپی د خبرو او تګ راتګ ارزښت مني خو وايي، تر هغه وخته په اړيکو کې پرمختګ نه شي کېدای چې د خبرو نتيجې ولس ته په ډاګه شوي نه وي او عملي شوي نه وي.

د نوموړي په خبره که پاکستان په خپل بهرني سياسي تګلارې ته له سره کتنه وکړي نو حالات پر سم لور تللای شي.

XS
SM
MD
LG