د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جنوبي کوریا کې د ژمنیو اولمپېک لوبو پرانیسته کېږي


پراګ - د جمعې پر ورځ، د جنوبي کوريا په پیونګچانګ کې د ۲۳مو ژمنیو اولمپېک لوبو د پرانستې دستوره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د لوبو تر ټولو ستر عدالت د هغو ۴۵ روسي لوبغاړيو او دوو روزونکيو د اولمپېک په لوبو کې د ګډون خواست رد کړی دی.

عدالت د جمعې پر ورځ، په یو بیان کې ويلي چې د روسي اتلیټانو او روزونکو درخواستونه رد شوي دي.

په بیان کې راغلي چې لوبغاړو ثابته نه کړای شوه چې دغه پروسه په توپیر یا په بې انصافۍ سره شوې وه.

خو البته ۱۶۹ روسان به په خپلواکه توګه په سياليو کې برخه اخلي.

د روسانو په خپلواکه توګه ګډون له جيو پولټيکل پلوه د اولمپېک له دوو څخه يو مهم اړخ دی.

بل اړخ يې د دوو سيالو هېوادونو شمالي کوريا او جنوبي کوريا د لوبغاړو د شريکې ډلې په توګه په سياليو کې برخه اخیستل دي او هغه هم په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو تعلقات کړکېچن دي.

د پرانیستې په غونډه کې ولسمشران، وزيراعظمان او ۳۵ زره نندارچيان ګډون کوي.

دا به د پیانګچانګ په اولمپېک لوبغالي کې وي چې په ۵۸ ملينه ډالره جوړ شوی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG