پراګ - د پاکستان مطبوعات وايي چې پېښور های کورټ پر ارمي پبلک سکول د شوي ترهګر بريد په اړه د پوليسو پلټنيزه رپورټ د په ډاګه کولو امر کړی دی.
جيو ټيلي ويژن، ډان او دي ډيلي ټايمز ورځپاڼې ليکي چې د زيارت په ورځ د های کورټ دوو ججانو جسټس یحيا اپريدي او جسټس افسرشاه د وژل شويو ماشومانو د کورنيو له خوا د جمع کړل شوي درخواست اورېدنه وکړه.
پر پېښور ارمي پبلک سکول باندې د ۲۰۱۴ م کال دسمبر پر ۱۶ مه وسله وال بريد شوی وو چې پکې تر ۱۴۰ زيات کسان وژل شوي وو چې زياتره يې زده کوونکي ول.
د بريد ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې وه.
عدالت پر پېښور ارمي پبلک سکول د وسله وال بريد د پلټنې لپاره د عدالتي کميشن جوړولو غوښتنه رد کړه او وې ويل چې کمیشن جوړول د صوبايي حکومت کار دی. مطبوعات
پاکستاني مطبوعات وايي چې د زيارت په ورځ پوليسو د بريد په اړه خپل بشپړ رپورټ عدالت ته وړاندې کړ.
وروسته ججانو د رپورټ په ډاګه کولو حکم وکړ.
د وژل شويو ماشومانو کورنيو د شهدا فورم په نوم يو سازمان جوړ کړی او له حکومته غواړي چې د بريد په اړه هرډول مالومات په ډاګه کړي.
مطبوعات وايي چې عدالت د زيارت د ورځې په اورېدنه کې د پېښې په اړه د عدالتي کميشن جوړولو غوښتنه رد کړه او وې ويل چې کمیشن جوړول د صوبايي حکومت کار دی.
خو د درخواست ورکونکيو وکيل وويل چې کمیشن جوړول د وژل شويو ماشومانو د کورنيو بنيادي حق دی.
شهدا فورم هروخت دا غوښتنه تکراروي چې د پېښې د پلټنې په اړه دې يو عدالتي کمیشن جوړ کړل شي خو دا غوښتنه يې لا هم منل شوې نه ده.