د لاسرسي ځای

تازه خبر

مردان کې د اسما د وژنکي ډي اېن اې وموندل شوه


مردان کې هم یوه وړه ماشومه په تشدد وژل شوې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:37 0:00

مردان کې هم یوه وړه ماشومه په تشدد وژل شوې

د خیبر پښتونخوا د مردان ناظم وايي د ګوجر ګړۍ څلور کلنې ماشومې اسما د وژنې او جنسي تیري کېس سره په تړاو پنجاب ته د خوا او شا ۱۴۷ کسانو د وینو لېږل شویو نمونو نتیجه راغلې ده چې له مخې یې دوه کسان نیول شوي دي.

حمایت الله مایار مشال ریډیو ته وویل له پېښې سره په تړاو نیول شوي دوه کسان دا وخت د پولیسو په حراست کې دي.

''د ۱۴۷ کسانو د وینې نمونې چې لېږل شوې وې، په هغه کې د یو تن نمونې ورسره سمې خوړلې دی. بیا پولیسو نن دوه کسان له هغه سیمې نیولي دي. د یو تن نوم نبي دی، او بل ذوالقدر نومېږي چې د هغې ماشومې په خپلوانو کې راځي. پولیسو دا خبره لا پټه ساتلې ده. خو له اطلاعاتو سره سم دوه کسان نیول شوي دي او د پولیسو په حراست کې دي.''

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د عامه اړیکو د څانګې مشر ډاکټر زاهد مشال ریډيو ته وویل په دې اړه دوی رپورټ تر لاسه کړی دی خو معلومات به له رسنیو سره وروسته شریکوي.

''بالکل موږ رپورټونه تر لاسه کړي دي. خو نور معلومات چې د چا ډي اېن اې ورسره سمون خوړلی دی، پر هغې موږ فی الحال څه نه شو ویلې. پلټنې روانې دي چې په هغې کې به لږ وخت لګي. موږ لا په هغې نور کار کوو.''

د روان کال د جنورۍ پر ۱۳مه په مردان کې د اسما په نوم ماشومه ورکه شوې وه چې مړی یې بیا د جنورۍ پر ۱۴مه له ښاره بهر د ګنیو په پټي کې وموندل شو. د پوسټ مارټم رپورټ کې څرګنده شوهچې پر هغې ماشومې جنسي تېرۍ شوی و. د اسما د کېس پلټنو په لړ کې مخکېد خوا او شا 150 کسانو د وینې نمونې لاهور ته لېږل شوی وی.

د پاکستان چیف جسټس د قصور د اته کلنې ماشومې زینب د جنسي تیرۍ او وژنې پېښې په شان د اسما د کېس هم از خود نوټس اخیستې و. میا ثاقب نثار د نهې په ورځ لهپېښې سره په تړاو د پاکستان تحریک انصاف ویاند فواد چوهدري ته همسپریم کورټ تهد حاضرېدو امر وکړ. ثاقب نثار د اسما د جنسي کېس اورېدنې پر وخت د خیبر پښتنوخوا د پولیسو پر کارکردګۍ هم تنقید وکړ.

XS
SM
MD
LG