د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډي ای خان کې د ادریس وزیر د وژنې پرضد ولس راپارېدلی


‌‌‌‌‌‌ډېره اسماعیل خان لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:26 0:00

‌‌‌‌‌‌ډېره اسماعیل خان لاریون

د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې لسګونو مظاهرچيانو د تورنو وسله والو پر کور بريد کړی، د هغوی ګاډي يې سوځولي او وسله يې په خپله ولکه کې اخېستې ده.

مظاهرچيان تر هغه وروسته راوپارېدل کله چې د وزيرو او مسودو قبايلي جرګې پوليس ته نن د غرمې تر ۱۲ بجو مهلت ورکړی و چې د يکشنبې په ورځ د وژل شوي ځوان ادريس وزير قاتلان ونيسي.

ادريس وزير د جنوبي وزيرستان د شکۍ وو او په ډېره اسماعيل خان کې يې د جايداد د پېل او پلور کاروبار کاوه. د ادریس وزیر خپلوان وايي، د هغه په اډه کې له ځینو کسانو سره خبره ترخه شوې وه خو ادریس پېژندل نه چې دا د مصباح ډلې کسان دي، او کله چي نوموړي د پراپرټۍ خپل دفتر ته ولاړ نو د تورو ښیښو په ګاړي کې کسان وراغلل او پرهغه یې ډزې وکړې چې پکې ادریس وزیر ووژل شو او ورو یاسر وزیر یې ژوبل شو.

د جرګې مشران وايي، د ادريس قاتلان معلوم دي چې د وسله والو له مصباح ډلې سره تړاو لري او د هغوی پرضد رپورټ هم له پوليس سره درج شوی دی. نننۍ احتجاجي ناستې ته یو مشر شفیع الله وزیر وویل، چې وزیر مسود او ټول پښتانه نن په شریکه د انصاف غوښتنې کوي چې د دوی د ځوانانو وژنه دې بنده کړي، د ده په وینا که انصاف ور نه کړل شي، نو روانه دهرنه/پرلت به یې به دوام ولري.

د جرګې یو بل غړی وايي، مصباح ډله د وسله والو طالبانو د لومړيو وختونو له عبدالله ډلې سره تړاو لري چې په ۲۰۰۸م کال کې په ډېره اسماعيل خان کې دېره شول. د دوی په وينا دا حکومت پلوه وسله وال دي.

د ډي ای خان پولیس وايي چې د وزیرو احمدزیو او اتمانزیو جرګي ایف ای آر درج کړي، او د ککړو کسانو د نیولو لټون يې پیل کړی دی.

د ادریس وزیر د وژني په اړه وزیرستانیان پر ټولنیزو رسنیو خبرونه خپروي، او تور لګوي چې حکومت پلوه وسله وال په رڼا ورځ د دوی ځوانان او مشران وژني او په ازاد مټ وسلې ګرځوي.

مشران وايي که حکومت قاتلان ګرفتار نه کړل، نو د نقیب شهید دهرني په شان به تحریک شورو کوي، او د انصاف مندلو پوري به په ارام نه کېني.

XS
SM
MD
LG