د فرورۍ په پنځمه د متحده عرب اماراتو په شارجه کې شوې دې لوبه کې لومړی بېټينګ يا توپوهنه زمبابوی وکړه.
دوی د نهو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۲۰ منډې جوړې کړي. د زمبابوې له خوا سولومن ماير تر ټولو ډېرې ۳۴ منډې وکړي. د افغانستان له خوا راشد خان درې او شرف الدين اشرف دوه او محمد نبي يو ويکټ واخيسته.
افغان لوبډلې د زمبابوې له خوا ورکړل شوی هدف په پنځلسم اوور کې د پنځوو لوبغاړو په زيان پوره کړ.
محمد نبي تر ټولو ډېرې څلوېښت منډې جوړې کړي او اوټ نه شو. له همدې کبله د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
محمد شهزاد له نيزدي يو کال وروسته افغان لوبډلې ته راستون شوی. هغه نن په يوولسو بالونو شل منډې جوړې کړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ دوهمه او آخري شل اووريزه لوبه د فرورۍ په شپږمه په همدې مېدان کېږي. افغانستان او زمبابوې به تر دې وروسته پنځه پنځوس اووريزې سيالۍ هم سره کوي.