د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمد شهزاد د زمبابوې په وړاندې لوبو ته راستون شو


محمد شهزاد
محمد شهزاد

پرون د افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې په وړاندې د پنځو يو ورځنيوو او دوو شل اووريزو کرکټ لوبو لپاره لوبغاړي اعلان کړل. په متحده عرب اماراتو کې د فرورۍ له پنځمې څخه پېلېدونکو دې لوبو کې محمد شهزاد هم شامل دی. د لوبډلې مشر اصغر ستانکزی دی.

شهزاد له نيزدي يو کال وروسته لوبو ته راځي. د کرکټ نړيوالې شورا پر هغه د ممنوعه دوايانو د خوراک له وجې بندېز لګولی وو. پر هغه دا پابندي د جنورۍ په ۱۷ نېټه ختمېږي. د زمبابوی پر وړاندې دا لوبې د افغانستان د نوي روزونکي په توګه د فيلپ سيمنز لومړۍ سيالۍ دي.

زمبابوې او افغانستان په خپل منځ کې د پنځوس اووريزو لوبو، څلور سيريز يا لړۍ تر سره کړي چې درې يې افغان لوبډلې او يو یې برابر شوی دی. همداراز دوی په خپل منځ کې دوه ځل د شل اووريزو لوبو سيریز يا سيالۍ کړی چې دواړه ځلې افغانستان بریالی شوی دی.

د شل اووريزو کرکټ لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ

  • اصغر ستانکزی (لوبډلمشر)
  • محمد شهزاد (ويکټ کېپر)
  • عثمان غني
  • کريم صادق
  • نجيب الله ځدراڼ
  • شفیق الله شفق
  • سميع الله شينواری
  • محمد نبي
  • راشد خان
  • مجيب ځدراڼ
  • شرف الدين اشرف
  • حميد حسن
  • شاه پور ځدراڼ
  • افتاب عالم

د پنځوس اووريزو لوبو لپاره د لوبغاړو نوملړ

  • اصغر ستانکزی (لوبډلمشر)
  • محمد شهزاد (ويکت کېپر)
  • جاويد احمدي
  • احسان الله جنت
  • رحمت شاه
  • نجيب الله ځدراڼ
  • ناصر جمال
  • سميع الله شينواری
  • محمد نبي
  • ګلبدين نايب
  • راشد خان
  • مجيب ځدراڼ
  • شرف الدين اشرف
  • دولت ځدراڼ
  • شاه پور ځدراڼ

XS
SM
MD
LG