د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې يو چينايي وژل شوی، بل زخمی دی


د ژغورنې ادارې يو کار کوونکي د وژل شوي چينايي د مړي سره
د ژغورنې ادارې يو کار کوونکي د وژل شوي چينايي د مړي سره

په کراچۍ کې ناڅرګنده وسله والو پر دوو چينايي وګړو هغه وخت ډزې وکړي چې دغه بهرنيان په يو موټر کې يو مارکيټ ته روان وو. د پوليسو په خبره په دې پېښه کې د چين ژو په نامه يو شپږ څلويښت کلن چينايي ووژل شو او بل زخمي دی. نوموړی نهه ډزه ويشتل شوی.

پوليس وايي د فرورۍ د پنځمې په مازېګر، په زمزمې سيمه کې شوې دا يوه هدفي وژنه او حمله وه. د جناح هسپتال يو ډاکټر محمد رفعت رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې دوی ته دواړه چينايان په زخمي حالت کې وروړل شوي وو خو د دوی د کوښښونو باوجود هم يو ونه ژغورل شو.

نوموړی زياتوي: ((دلته يې چې راوړل نو زخمي وو. موږ ډېر ژر عمليات خانې ته بوتلل چې ژر يې درملنه وکړو. خو ومو نه شو ژغورلی))

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې حملې په اړه څه نه دې ويلي او نه هم معلومه ده چې پر دې چينايانو د بريد مقصد څه وو. د چارواکو په خبره دغه هدف ګرځيدلي چينايان د کاسکو شيپينګ لاينز په نامه کمپنۍ کار کوونکي وو. دا کمپني له ۱۹۹۰ کلونو راهيسې په پاکستان کې فعاله ده.

د يوه دماغ مړ وو. موږ د طبي مشين په ذريعه کوښښ وکړ چې بچ يې کړو خو داسې ونه شول او هغه ژوندی پاتې نه شو
ډاکټر رفعت

د سند صوبې کورنيوو چارو وزير سهيل انور سيال رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې په دې ښار کې يې د ټولو چينايي وګړو حفاظت لپاره انتظامات کړي خو دغو خلکو سره ساتونکي نه وو. نوموړی زياتوی: ((د امنيت په اړه ډېره اندېښنه نه وه. زما پوليس چارواکو ماته وويل چې دې کسانو ته يې امنيت لپاره پوليس ورکړي وو خو دوی پخپله هغه نه وو اخيستي.))

د ۲۰۱۷ کال په مۍ کې دوه چينايان د بلوچستان له سرښار کوټې څخه تښتول شوي وو. د دوی مړي وروسته وموندل شو چې زمه واري يې اسلامي دولت وسله والې ډلې يا داعش واخيسته.

ياده دي وي چې چين د پاکستان سره اقتصادي راهدارۍ پروژه لري. دې پروژه کې د ډېرې سرمايه کارۍ تر څنګ يې په سلګونو وګړي په پاکستان کې په کار بوخت دي.

XS
SM
MD
LG