د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې چينایي وګړي وهل شوي او کور يې لوټل شوی


د اسلام اباد په سېکټر اېف ۷ سيمه کې په يوه ودانۍ کې پر دوه چينايي وګړو نامعلومه کسانو تشدد کړی او په کور کې موجود نقدې پېسې او سفري اسناد يې له ځانه سره وړي.

د مطبوعاتي راپورونو ترمخه دغه چينايي وګړي د کاروبار په غرض دلته مېشت وو او د نهې په ورځ اته نامعلومه کسان يې پر کور ورختلي.

د چينايي وګړو پېژندګلو د لوويګزنګ او ليوثالونګ په نومونو سره شوې ده.

د چينايي وګړو له خوا د پېښې وروستو د امنيت لپاره د کورنيو چارو وزارت او پوليسو ته خواست کړی چې د دوی ته تحفظ ورکړي.

بل اړخ ته پوليس وايي چې په ملزمانو کې د يو تن پېژندګلو د اشتياق په نومونو سره شوې ده خو پوليسو په دې اړه نور کوم معلوماتو ورکولو نه ډډه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG