د لاسرسي ځای

تازه خبر

"نړیوال پولیس د کواټ د عاصمې د وژنې تورن نیسي"


پراګ - د کواټ پولیس وايي، د جنورۍ پر ۲۷مه د نجلۍ د وژنې په تور یې یو کس نیولی او د بل ملزم د نیولو لپاره یې نړیوالو پولیسو ته خط لېږدولی دی.

د پولیسو ویاند فضل نعیم مشال راډیو ته وویل، د عاصمې راني په وژنه کې ککړ کس مجاهد الله اپریدي د عمرې ویزه لرله نو تر پېښې وروسته سعودي عرب ته تللی دی.

ده وویل، د تحقیقاتو وفاقي ادارې (اېف ای اې) ته د هغه د نیولو درخواست وکړ نو ځکه هغې ادارې له نړیوالو پولیسو څخه د اپریدي د نیولو رسمي غوښتنه کړې:

((یو نامزد ملزم ګرفتاره شوی او بل نامزد ملزم بهر ملک ته تښتېدلی دی، ځکه چې له هغه سره وار له مخه د عمرې ویزه وه نو هغه سعودي [عرب] ته تللی دی. د هغه د نیولو لپاره موږ رېډ وارنټ جاري کړی دی. له وفاقي تحقیقاتې ادارې سره رابطې شوې دي. د انټرپول په ذریعې به د هغه ګرفتاري کېږي او وطن ته به لېږدول کېږي. مجاهد الله اپریدی فرار دی او د [وژل شوې نجلۍ] ورور [په رپورټ کې] ویلي ول چې دوو وروڼو یې په خور ډزې کړې دي، په هغو کې صادق الله اپریدی چې د مجاهد ورور دی، هغه پولیسو نیولی دی.))

د جنورۍ پر ۲۷مه، د طب د درېیم ټولګي یا کلاس پر طالبعلمې عاصمې راني ډزې وشوې چې پکې هغه ووژل شوه. د نوموړې کورنۍ تور پورې کړی چې لومړی ملزمانو هغې ته د واده وړاندیز کړی وو خو تر انکار وروسته یې وویشته. پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې ویډیو کې نوموړې تر مړینې مخکې په ژوبل حالت کې د مجاهد اپریدي نوم اخیستی چې د چارواکو په خبره اوس په سعودي عرب کې دی.

د نړیوالو پولیسو له لارې د یوه ککړ کس د نیولو طریقه څه وي؟ فضل نعیم وايي، دوی د ککړ کس ټول تفصیلات اېف ای اې ته ورکوي چې هغوی یې له نړیوالو پولیسو سره شریکوي:

((موږ د وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) په ذریعه انټرپول ته لیک استوو چې پکې د ملزم نوم، ولدیت، سکونت او د څهرې ټول معلومات ورکوو. له دې سره د [نیولو امر] یا رېډ وارنټ جاري کېږي. انټرپول بیا دا کس نیسي او هغه هېواد ته یې سپاري چې چا یې د نیولو غوښتنه کړې وې.))

د نهې پر ورځ، د عاصمې راني پلار مشال راډیو ته ویلي ول چې له حکومت او چارواکو انصاف غواړي.

په عین وخت کې، سپریم کورټ د معاملې نوټس اخیستی او د پښتونخوا پولیسو مشر ته یې امر کړی چې د راني په وژنه کې ککړ کسان ونیسي او پلټنې دې بشپړې کړي.

د خیبر پښتونخوا پولیسو د جنورۍ پر ۲۹مه په خپور کړي بیان کې ویلي چې د پولیسو مشر صلاح الدین مسود امر کړی چې نومول شوي ملزمان دې ژر تر ژره ونیول شي.

XS
SM
MD
LG