د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران د ولسمشر دفتر ته یو ننوتونکی سړی له چاړې سره ونیول شو


د ایران د جمهوري ریاست د دفتر ساتونکیو نن دوشنبه پر یوه سړي چې لویه چاړه ورسره وه او هڅه یې کوله، د ولسمشر دفتر ته ننوځي، ډزې وکړې.

امنیتي ځواکونو هغه په پښه ویشتی دی.

د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د جمهوري ریاست د امنیت د مرستیال په حواله ویلي چې ویشتل شوی سړی ۳۵ کلن دی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

د هغه هدف لا نه دی څرګند او د روغتیايي وضعیت په اړه یې نور جزیات نه دي څرګند شوي.

دا هم نه ده معلومه چې د پېښې پر وخت د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د خپل کار په دفتر کې و که نه.

د یوشمېر ایراني رسنیو په حواله، له حمله کوونکي سره یوه لویه چاړه یا توره وه او سپینه عبا یې غالباً د ځان قربانولو ته د تیاري څرګندولو د سمبول په توګه اغوستې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG