د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میدیتراني سمندر کې ۳۲ پاکستانیان ډوب شوي


کډوال په داسې بېړیو کې په سمندر کې سفر کوي.
کډوال په داسې بېړیو کې په سمندر کې سفر کوي.

پراګ ـ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په میډیټرانې سمندرګي کې ډوبې شوې کشتۍ کې ۳۲ پاکستاني وګړي مړه شوي چې پکې د دیارلسو کسانو مړي موندل شوي او پیژندل شوي دي. دا پیښه د تیرې چارشنبې په ورځ ( جنورۍ په ۳۱ مه نیټه) ناوخته شوې ده.

د یاد وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل تیره ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې پیژندل شوي مړي به په اوو (۷) ورځو کې هېواد ته راوړل شي.

(( پاکستاني چارواکي د فرورۍ په دویمه د لیبیا زوارا ساحل ته رسیدلي او هلته یې د ځايي چارواکو او په پیښه کې د ژوندي پاتې شوي یو پاکستاني تن په ذریعه معلومات ترلاسه کړي دي. تر اوسه د اوولسو مړیو پیژوندنه شوې چې د طرابلس له لارې پاکستان ته راوړلو لپاره یې ټول انتظامات شوي دي.))

د ډاکټر فېصل په وینا دغه ژوندی پاتې شوی پاکستانی تن کب نیونکیو ژغورلی چې وايي په دې کشتۍ کې ټول له ۸۰ تر ۹۰ پورې کسان سپاره وو او په غېرقانوني توګه یې یورپ ته د اوښتلو هڅه کوله چې انساني قاچاقبرانو (سمګلرانو) په یوه خرابه کشتې کې کینول او له زواره ساحل نه د روانیدیو لږ وروسته د پیښې ښکار شول.

ډاکټر فېصل هم دا راز وویل چې په دې کشتۍ کې یوه پاکستانۍ کورنۍ موجوده وه:

((په کشتۍ کې هم دا یوه کورنۍ وه چې د ښځې او خاوند مړي یې موندل شوي خو د دوو ماشومانو مړي یې لا هم نه دي موندل شوي چې پکې یو څلور کلن او یو د دووو میاشتو وو.))

ډاکټر فېصل وویل د نورو مړیو د لټون هڅې روانې دي. نوموړي زیاته کړه چې دې لړ کې نور معلومات د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له ویبپاڼې هم ترلاسه کیدلی شي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG