د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې یوه جنګي الوتکه د شام په قلمرو کې ویشتل شوې


له پرېوتې روسي الوتکې لوخړې خیژي

پراګ ـ د روسيې دفاع وزارت تاييد کړې چې د فبرورۍ پر درېيمه د هغه هېواد يوه جنګي الوتکه د شام په قلمرو کې ويشتل شوې او غورځول شوې او پيلوټ يې هم وژل شوی دی.

د وزارت په اعلاميه کې راغلي، پيلوټ له الوتکې په بهر وتلو کې بريالی شوی و خو د شامي حکومت مخالفو ياغيانو ته د ځان نه ورکولو لپاره هغوی وواژه.

اعلاميه زياتوي، لومړي شواهد ښيي چې دغه روسۍ جنګي الوتکه له الوتکې ضد توغندي سره په نښه شوې وه.

تر دې مخکې د بشري حقونو يوه لندن ميشتي شامي سازمان ويلي وو چې ياغيانو د هغه شام په شمال لويديځ ادلېب صوبه کې د ايس يو ۲۵ په نوم يوه جنګي الوتکه ويشتلې او غورځولې ده.

تحرير الشمس نومې يوې وسله والې ډلې د پېښې زمه واري منلې. دې ډلې البته په خپله اعلاميه کې د روسي پيلوټ يادونه نه ده کړې.

د نووايا ګازېتا په نوم يوې روسۍ ورځپاڼې د هغه هېواد د دفاع وزارت د يوې نامعلومې سرچينې په حواله ويلي چې په پېښه کې وژل شوی پيلوټ د اوکراين د کريميا سيمې و. روسيې په ۲۰۱۴ م کال کې کريميا تر خپلې ولکې لاندې راوسته.

روسي چارواکو ويلي، په شام کې د دوی د جنګي الوتکې د غورځولو پېښې پلټنې به کوي. امريکا ويلي، پر هغو رپورټونو ډېره اندېښمنه ده چې وايي، د روسۍالوتکې غورځولو لپاره له الوتکې ضد توغندي نظامه کار اخيستل شوی. د امريکا خارجه وزارت زياته کړې، دوی د سيمې له هېڅ يوې ډلې سره ته د الوتکو په توغنديو سره د په نښه کولو په چارو کې مرسته نه ده کړې.

روسيه له ۲۰۱۵ م کال راهيسې د شام د ولسمشر بشارالاسد د ملاتړ په هدف په هغه هېواد کې پوځي عمليات کوي.

د سوریې په قلمرو کې د ياغيانو لخوا د فبرورۍ پر درېيمه د يوې روسۍ جنګي الوتکې د غورځولو پېښه اولنۍ هغه ده.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG