د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د قبایلو احتجاج نن هم دوام لري


په اسلام اباد کې د قبایلو احتجاج
په اسلام اباد کې د قبایلو احتجاج

د فاټا او نورو پښتنو سيمو ځوانانو، مدني او سياسي فعالانو او مشرانو په اسلام اباد کې د نقيب مسود د وژني پرضد او نورو غوښتنو په اړه نن په څلورم ورځ هم احتجاج ته دوام ورکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر مملکت محمد طلال چوهدري او د سیفران وزیر مملکت غالب خان د خالي په ماښام ناوخته په اسلام اباد کې احتجاج کونکیو مشرانو سره و لیدل او د هغوی د غوښتنو د منلو ژمنه يې وکړه.

د قبايلي سيمو ځوانانو احتجاج د جنورۍ پر ۲۶مه له ډېره اسماعيل خانه پیل شوی وو او د زیارت په ورځ دوی اسلام اباد ته رسیدلي وو.

احتجاج کونکیو د نقيب مسود په وژني کې د لاس لرونکي پوليس افسر د نيولو، د جنوبي وزيرستان سیمه له ماينونو څخه د پاکولو او د ترۍ تم کړل شویو پښتنو د موندلو غوښتني ککړېده.

XS
SM
MD
LG