د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فبرورۍ په نهمه یو پلاوی د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي


احمد شکیب مستغني، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند
احمد شکیب مستغني، د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند

پراګ ـ افغان چارواکي وايي، ټاکل شوې چې د فبرورۍ په نهمه يو لوړ پوړی پلاوی د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړ شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دواړو هېوادونو استازي به د "سولې او یو والي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان " په چوکاټ کې پر مهمو مسئلو خبرې وکړي.

د پلان پر اساس، د شنبې په ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرترې تهمينه جنجوعه په مشرۍ کې یوه پلاوي په کابل کې له افغان چارواکو سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمدشکېب مستغني په کابل کې په دې اړه خبریالانوته وویل:

((په دې کتنه کې له ترهګرۍ سره د کلکې مبارزې، د کډوالو د بېرته ستنېدو او د اقتصادي پراختیا لپاره د همکارۍ د زیاتولو لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پر پلان خبرې وشوې. د دواړو هېوادونو پلاوي په دې باور دي چې پر هغو مهمو مسئلو چې په ګډ پلان کې شوې، خبرې جاری وساتل شي.))

د پاکستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل پر ټوېټر لیکلي چې پلاوي په کابل کې وروستۍ حملې غندلې او د ګډو پلټونو وړاندیز یې کړی دی.

XS
SM
MD
LG