د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: پاکستاني پلاوي له افغان چارواکو سره لیده کاته کړي دي


د غونډې عکس د ډاکټر فیصل له ټویټر پانې
د غونډې عکس د ډاکټر فیصل له ټویټر پانې

د پاکستان یو پلاوی په یو ورځني سفر کابل ته تللی او هلته یې له افغان چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

د پاکستان سرکاري راډیو پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې د پاکستان د بهرنیو چارو سیکرټرې تهمینه جنجوعه ویلي افغانستان او پاکستان ته په کار ده چې د تورونو پر ځای یو له بل سره ټینګه همکاري وکړي.

بیان زیاتوي چې نوموړي په کابل کې د ورستیو ترهګرو بریدونو غندنه کړې او افغانستان ته یې د ګډو پلټنو وړاندیز کړی دی.

په بیان کې دا هم ویل شوي چې پاکستاني پلاوي افغان چارواکو ته ویلي چې د پاکستان ضد ترهګرو خلاف دې ګامونه پورته کړي.

د دې خبر تر خپرېدو د افغان حکومت له خوا د دې لیدو کتو په اړه څه غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

تر دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني مشال راډیو ته وویل دا سفر د هغو دوه اړخیزو ژمنو پر بنسټ دی چې له ترهګرۍ سره به غوڅه مبارزه کېږي."

دا پاکستانی پلاوی له هغه وروسته کابل ته تللی دی چې د جنورۍ پر ۳۱مه نېټه د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی تېره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته تللي وو او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځ وویل ، “پاکستان د طالبانو مرکز دی او پاکستان باید د هغوی پرضد ګامونه پورته کړي”.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ډاکټر محمد فېصل دا خبره رد کړې ده او وايي چې د پاکستان پرخاوره د وسله والو پټنځایونه وجود نه لري.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کاري ډلو جوړولو پريکړه څه موده مخکې د پاکستان د پخواني وزير اعظم نوازشریف او افغان ولسمشر اشرف غني د لیدو کتو پر مهال شوې وه.

په عین حال کې د افغانستان ولسمشر اشرف غني وايي، د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس په ټلفوني خبرو کې ډاډ ورکړی دی چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د امریکا پوځ د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی.

ولسشمر اشرف غني د جمعې په ورځ پر ټوېټر لیکلي چې مایک پنس ته یې څرګنده کړې چې په امنیتي ادارو کې د اصلاحاتو له لارې د سولې او جګړې ګټلو ته کلک هوډ لري.

ولسمشر غني له مایک پنس سره د خپلو ټلفوني خبرو په اړه په یوه بل ټویټ کې ویلي چې "په کابل کې وروستۍ ترهګر بریدونه د افغانستان لپاره پر امریکا د سپټمبر د یولسمې د ترهګرو بریدونو په څېر وو. "

په کابل کې دې بریدونو شاوخ ۱۲۰ کسان وژل شوي او په لسګونه نور تپي شوي وو. د دې بریدونو زمه واري وسله والو طالبانو منلې وه.

د افغان ولسمشر ویاند شاه حسېن مرتضوي ویلي وو چې دوی نور له وسله والو سره خبرې نه کوي او سوله به د جګړې له ډګره ترلاسه کوي.

XS
SM
MD
LG