د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران کې د پړوني پرضد راوتلې ۲۹ ښځې ونیول شوې


ایران: د تهران په انقلاب واټ کې دغه ښځه چې د پړوني ضد احتجاج کې نیول شوې وه، د جنورۍ په ۲۸مه نېټه خوشې کړل شوه.

ایرانی پولیس وايي، هغه ۲۹ ښځې یې ونیولې چې په ولس کې د اسلامي حجاب اغوستلو د لازمي قانون پرضد یې په راپارېدلې احتجاج کې له خپلو سرونو پړوني لیرې کړي ول.

تسنیم خبري اژانس (د فرورۍ په لومړۍ نېټه) د پولیسو ادعا خپره کړې چې وايي، دغه ښځې د بهر مېشتو ایرانیانو د پروپاګندو په کمپاین کې دهوکه شوې نو ځکه یې له سرونو ځړوکي لیرې کړي ول.

دا لا نه ده جوته چې ټولې ګرفتارۍ په پلازمېنه تهران کې وې که څنګه؟

د ایران په اسلامي جمهوریت کې د۱۹۷۹ز کال له انقلاب راهیسې کله چې اسلامي کالي اغوستل اړین/لازمي وګرځول شول نو د ښځو جامې تر سختې څارنې لاندې دي.

د اسلامي حجاب له مخې ښځې په ولس کې باید خپل ویښته او بدن ټول پټ وساتي.

د اخلاقیاتو پولیس پرله پسې د هغه چا پروړاندې چاپې وهي چې په سم ډول یې د پړدې درناوې نه کوي. تر دې مخکې هم روانه اوونۍ په ورته مظاهرو کې لږ تر لږه شپږ ښځې نیول شوې وې.

هغه ښځه چې د نیولو پېښې یې نړیوال پام وراړولی وو د جنورۍ په ۲۸مه نېټه خوشې کړل شوه. هغه تېره میاشت په تهران کې د لازمي حجاب قانون پروړاندې د یوه سوله ییز لاریون پرمهال نیول شوې وه.

د بشري حقونو یوه وکیله نسرین سوتودې د جنورۍ پر ۲۸مه پر خپل فېسبوک پاڼه کښلي چې، "د انقلاب واټ نجلۍ ازاده کړل شوه. "

د ډسمبر له ۲۷مې راهیسې پر ټولنیزو رسنیو یوه وایرل شوې ویډیو یوه ښځه ښيي چې نوم یې نه دی جوت، د تهران په انقلاب واټ کې پر یوه پاخه څلي په لڅ سر ولاړه ده. کله چې دغه ښځه ونیول شوه نو وروسته د بښنې نړیوال سازمان پر ایرانیو چارواکیو ږغ کړی وو چې "سمدستي او بې له شرطه."دې یې خوشې کړي.

هغه فعالان چې د حجاب قانون پرضد راوتلي دي، د خپلو پړونیو په لیرېکولو تر ګڼو اوونیو زنداني کېدلای شي.

په ایران کې د ۲۰۱۷م کال په دسمبر کې د پړدې قانون پرضد په پراخه کچه لاریونونه وشول.

د حکومت ضد لاریونونو په ترڅ کې څه نا څه ۲۲ کسان وژل شوي ول او تر ۱۰۰۰ زیات کسان ګرفتاره کړل شوي ول. هغه لاریونونه لومړی د توکیو نرخونو لوړېدو پرضد راوتلي ول چې وروسته یې د پراخو مظاهرو بڼه ونیوله.

په ویډيو کې د ایران لر او بر د لاریونو غزېدل ښکاري
تم شئ

No media source currently available

0:00 0:04:13 0:00

د ایران ولسمشر حسن روحاني لا په دې اړه هېڅ څرګندونې نه دي کړي، خو د جنورۍ په ۳۱مه نېټه نوموړي پر چارواکیو د نرم ګام اخېستو غږ کړی وو. هغه ویلي ول چې "موږ تر هغو هېڅ نه شو کولای که مو ولس تر شا ولاړ نه وو یا مو د دوی نیوکې له پامه غورځولې. "

هغه پر چارواکيو ږغ کړی چې د ولس غوښتنو او خوهشاتو ته به غوږ نیسئ.

XS
SM
MD
LG