د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روسیې استخباراتي چارواکو له امریکايي سیالانو سره لیدلي


پراګ - د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې مشر سېرګې نارېشکین، د فېډرالي امنیتي ادارې مشر الکساندر بورتینکوف او د مرکزي استخباراتو د لوی درستیزانو مشر اېګور کوروبوف د روسیې هغه مهم چارواکي دي چې په وروستیو ورځو کې امریکا ته تللي دي.

د سېرګې نارېشکین د سفر په اړه په امریکا کې د روسیې سفیر خبرې کړي او ویلي یې دي چې هغه په واشنګتن کې له چارواکو سره د ترهګرۍ او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

اخوا واشتنګتن پوسټ د جنورۍ په ۳۱ ویلي چې د روسیې د فېډرالي امنیتي ادارې مشر الکساندر بورتینکوف تېره اوونۍ د امریکا په پلازمینه واشنتګن کې د امریکا د استخباراتو مرکزي ادارې سي‌ای اې له مشر مایک پومپیو سره خبرې وکړې. د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې مشر سرګي ناریشکین هم له مایک پومپیو سره لیدلي دي خو تر اوسه پورې واضح شوې نه ده چې د روسیې د مرکزي استخباراتو د لوی درستیزانو مشر ایګور کوروبوف له چا سره لیدلي دي.

په مسکو کې د امریکا سفیر جان هنټسمن له اکو مسکو راډیو سره په مرکه کې ویلي د سي ‌ای اې رییس پومپیو تېره اوونۍ له روسي چارواکو سره د تروریزم ضد مسایلو په اړه خبرې کړي چې ویلی شو مهمو چارواکو مو له ډېره وخته داسې خبرې نه وې کړې.

ویل کیږي امریکا ته د دغو مهمو روسي چارواکو سفر د امریکا او روسیې د کړکیچونو په اوج کې شوی دی.

د امریکا د خزانې وزارت د سه شنبې په ورځ د «کرملېن راپور» تر سرلیک لاندې د ۲۱۰ روسي میلیاردرانو او چارواکو یو لېست خپور کړی چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې کسان ګڼل کېږي.

دا لېست د امریکا د کانګرس په غوښتنه د دې لپاره چمتو شوی، څو د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې، پر اوکراین د روسیې د یرغل او د مسکو د ځینو نورو اقداماتو چې د امریکايي چارواکو د اندېښنې سبب شوي، په عکس‌العمل کې پر روسیې فشار راوړل شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دې لېست خپرول غندلي دي.

که څه هم د امریکا او روسیې د استخباراتي چارواکو سفرونه او له یو بل سره لیدنې عادي بلل کیږي خو ځینې پخواني امریکايي چارواکي امریکا ته په یو وار د دریو مهمو روسي چارواکو وروستی سفر غیر معمولي بولي.

په مسکو کې د سي‌ای اې پخواني مشر اسټوین هال مشال راډیو ته وویل دی په یاد نه لري چې په وروستیو پنځلسو کلونو کې دې په یو وار د روسیې درې مهم استخباراتي مشران امریکا ته سفر وکړي. هغه دا سفر ډېر غېر معمول وباله.

په واشنګتن کې د روسیې سفارت د ازادې اروپا راډیو هغه ایمیل ته ځواب ورنه کړ چې د روسي چارواکو د سفر په اړه یې معلومات غوښتي و.

خو یوه رسمي چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي د امریکا د امنیتي ادارو د مشرانو د پروګرامونو په اړه معلومات نه ورکوو خو ډاډ ورکوو چې له بهرنیو جاسوسي ادارو سره اړیکې د امریکا د قوانینو او د اړونده سازمانونو او ادارو سره په مشوره کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG