د لاسرسي ځای

تازه خبر

ځيني امريکايي سينټرانو پر روس د نورو بندېزونو لګولو غوښتنه کوي


سينيتر بين کارډين
سينيتر بين کارډين

د امريکې ځينو سينيټرانو پر ولسمشر ډونلډ ټرمپ نيوکې کړې چې ولې يې پر روس نوي بندېزونه ونه لګول. دا تر هغې ورسته ده چې د ولسشمر ټرمپ ادارې د ۲۱۰ روسي چارواکو او بيليونرانو يا ارب پتيانو ليست خپور کړ. په دې کار سره دغه کسان ممکنه بندېزونو ته په ډاګه شوي دي.

د امريکې په سينيټ کې د بهرنيوو چارو کمېټه کې د ډيموکرېټ ګوند سينټر بين کارډين د ۱۹ نورو غړو سره په شريکه د بهرنيوو چارو وزير ريکس ټېلرسن ته د جنورۍ په دېرشمه په لېږلي خط کې ويلي چې پر روس د نوي بندېزونو نه لګول د منلو وړ نه دي.

د امريکې خزانې وزارت له خوا په خپاره شوي ليست کې ۱۱۴ روسي چارواکي او ۹۶ لرونکو با نفوذه مالداره خلک ياد شوي دي. همداراز ويل شوي چې دغه کسان د روس ولسمشر ويلاديمېر پوتين سره نيزدي اړيکې لري او له همدې وجې يې ډېرې پېسې پېدا کړې دي. په روس کې د مارچ په مېاشت کې انتخابات کېږي چې د ډېرو په باور به پکې پوتين د شپږم ځل لپاره د چارو واګي واخلي.

امريکا کې په نومبر مېاشت کې د کانګرس لپاره انتخابات کېږي.

د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګه ليکي چې کانګرس په يو قانون کې د دې ليست جوړېدول ضروري ګڼلی وو. هدف دا وو چې په ۲۰۱۶ کال کې د امريکې په ټاکنو کې د روس مبيينه ګوتوهنې، په اوکراين کې پوځي مداخلې او د امريکې اندېښنو راپاروونکو نورو کارونو په غبرګون کې پر روس فشار وساتل شي.

د ولسمشر ټرمپ ادارې کانګرس ته ويلي چې اوس وخت کې پر روس نوي بندېزونه نه لګوي. خو د امريکې خزانې وزير سټيون منچن د جنورۍ په دېرشمه نېټه وويل چې په نيزدي راتلونکې کې به اضافي بندېزونه مخې ته راشي.

په همدې حال کې شلو امريکايي سينيټرانو بهرنيوو چارو وزارت ته لېږلي ليک کې ويلي چې حکومت په راتلونکې کې په ټاکنو کې د ممکنه بهرنۍ مداخلې مخنيوي يقيني کولو لپاره هر هغه څه نه دي کړي چې امکان يې وو.

د ريپبليکن ګوند سينيټرې سوزن کولينز سي، اين، اين ټيليويژن سره په مرکه کې ويلي چې روس بايد په امريکايي ټاکنو کې د مداخلې له کبله د بنديزونو لګېدو په شکل کې سزا وويني. د هغې په خبره د راتلونکې لپاره هم بايد داسې ډاډ موجود وي چې بيا به دغسې ګوتوهنې نه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG