'د عاصمې لور قاتل مې عربو ته تښتېدلی، حکومت دې یې ونیسي'
د نهې/سېشنبې په ورځ د پاکستان سپريم کورټ د خېبر پښتونخوا حکومت ته ۲۴ ګنټې وخت ورکړی دی چې په کوهاټ کې د وژل شوې عاصمه راني د پېښې په اړه رپورټ جمع کړي. عاصمه د طب زده کړې کولې او د جنورۍ په ۲۸ مه نېټه د هغې د پلار په خبره له دې کبله، د مجاهد اپرېدي په نامه يو کس ووژله چې لور یې ورسره له واده کولو انکار وکړ. د عاصمې پلار غلام دستګير د مشال راډيو له همکار منور شاه سره په خبرو کې وويل چې يو ملزم نيول شوی او بل عربو ته تښتېدلی دی چې بايد حکومت يې د انټرپول په مرسته ونيسي.