د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې بمي چادونې د یوې کورنۍ اته تنه وژلي


د چاودنې ژوبل د کورمې ځايي روغتون وړل شوي دي. ۳۰ جنوري ۲۰۱۸
د چاودنې ژوبل د کورمې ځايي روغتون وړل شوي دي. ۳۰ جنوري ۲۰۱۸

د قبایلي سیمې بره کرمې ایجنسۍ د پولیټیکل انتظامیې لخوا په سېشنبه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې د سړکغاړې په یوه بمي چاودنه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او یو بل تن ژوبل شوی دی.

راپورونه وايي، یوه کورنۍ له مقبلو باسو سیمې ته روانه وه چې ګاډی یې پر بم وخوت. په وژل شویو کې درې یې مېرمنې ښودل کېږی. په چاودنه کې د سعیدخان په نوم یو تن ژوبل شوی هم دی چې د درملنې لپاره پېښور ته لېږدول شوی دی.

ویل شوي دغې کورنۍ غوښتل په سیمه کې په یوه جنازه کې ګډون وکړي.

پولیټیکل انتظامیه وايي د پېښې د پلټنې لپاره یې سیمې ته ځواکونه استولي دي. د پېښې مسولیت تر دې دمه چا نه دی قبول کړی.

XS
SM
MD
LG