د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفنديارولي:په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې بايد د فاټا وزيرانو شمېر مالوم شي


پاکستان پېپلز ګوند او عوامي نېشنل پارټۍ په جلا جلا غونډو کې د فاټا اصلاحاتو د ژر تر ژره عملي کولو غوښتنه کړې ده.

د يکشنبې په ورځ په پېښور کې د باچا خان او ولي خان د تلين جلسې ته د وينا پر مهال د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفند يار خان ولي وويل چې بايد تر راتلونکيو ټولټاکنو له مخه د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د قبايلي سيمو څوکۍ مالومي کړل شي.

نوموړي زياته کړه چې بايد د يوه اييني ترميم له مخې د خېبر پښتونخوا په کابينه کې د فاټا د وزيرانو شمېر هم وټاکل شي.

بايد د يوه ايیني ترميم له مخې د خېبر پښتونخوا په کابينه کې د فاټا د وزيرانو شمېر هم وټاکل شي. اسفنديار ولي خان

بل خوا هم د يکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان پېپلز ګوند شريک مشر اصف علي زرداري په مشرۍ کې غونډه وشوه چې پکې د خېبر پښتونخوا په تيره بيا پر فاټا اصلاحاتو بحث وشو.

اصف علي زرداري غونډې ته وويل چې دوی د قبايلي سيمو په خېبر پښتونخوا کې د ورګډلو ملاتړ کوي.

نوموړي غوښتنه وکړه چې بايد د سپريم کورټ او پېښور هاي کورټ واک و اختيار ژر تر ژره فاټا ته و غځول شي.

د پېپلز ګوند د خېبر پښتونخوا جنرل سيکريټيري فيصل کريم کُنډي د يکشنبې ماښام مشال راډیو ته وويل چې د دوی ګوند هڅه کوي چې نور ګوندونه و هڅوي چې له سېنېټ څخه د سپريم کورټ او پېښور های کورټ واک قبايلي سيمو ته د غځولو قانون منظور کړي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جميعت علما اسلام(ف) دا غوښتنه کوي چې د اصلاحاتو په اړه دې د قبايلي سيمو د خلکو د خوښې مالومو لپاره رېفرنډم وشي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ د جنورۍ پر ۱۲ مه د سپريم کورټ او پېښور های کورټ دايره اختيار تر فاټا د غځولو قانون منظور کړی وو.

دا د فاټا اصلاحاتي رپورټ د يوشمېر سپارښتونو برخه ده.

که څه د پاکستان يو شمېر ګوندونه د فاټا اصلاحاتي رپورټ ملاتړي دي خو پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او جميعت علما اسلام(ف) دا غوښتنه کوي چې د اصلاحاتو په اړه دې د قبايلي سيمو د خلکو د خوښې مالومو لپاره رېفرنډم وشي.

XS
SM
MD
LG