د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اباسین قاتلان اعدام شول


د اباسین انځور
د اباسین انځور

په کابل کې د ۱۴ کلن ماشوم اباسين د تښتونې او وژلو په جرم درې کسان د یکشنبې په سهار په څرخي پله زندان کې اعدام شول.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي مشال راډیو ته وویل:

((د دغې قضیې تحقیقات د څارنوالۍ له لوري بشپړ شوي او دوسیه محکمې ته سپارل شوې وه او د شوې پرېکړې له مخي د عدليې او قضایي ارګانونو له لوري اقدام ترسره شو او درې کسان اعدام شول.))

د اباسین د وژونکیو د محاکمې غوښتنه له ډېره وخته کېده
د اباسین د وژونکیو د محاکمې غوښتنه له ډېره وخته کېده

نږدې دوه کاله وړاندې د کابل د اتمې حوزې په مربوطاتو کې ۱۴ کلن اباسین د انسان تښتونکیو له خوا وتښتول شو او وروسته بیا په بې رحمي سره ووژل شو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تردې وړاندې د اباسین کورنۍ ته ډاډ ورکړی و چې په دې پېښه کې به عدالت تامین کړي.

XS
SM
MD
LG