د لاسرسي ځای

تازه خبر

"ماشومې سره جنسي تيری، د ۲۰۰ کسانو وينو نمونې اخيستل شوي"


پاکستان کې له ماشومانو سره د جنسي تيريو د پېښو پرضد مظاهرې شوې دي.(فايل فوټو)
پاکستان کې له ماشومانو سره د جنسي تيريو د پېښو پرضد مظاهرې شوې دي.(فايل فوټو)

د خېبر پښتونخوا د مردان ناظم ويلي چې د مردان له څلور کلنې ماشومې سره د جنسي تېري او د هغې د وژنې په تړاو له څه دپاسه۲۰۰ کسانو څخه د ويني نمونې اخيستل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د پاکستان سپريم کورټ چيف جسټس ثاقب نثار ددې پېښې ازخود نوټس يا پر خپل سر د ګروېژنو ګام پورته کړی وو.

عدالت د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر ته په ۲۴ ساعتونو کې د رپورټ وړاندې کولو حکم کړی وو.

عدالت دا اقدام د پنجاب د فارنزک ساينس اېجنسۍ تر رپورټ وروسته واخيست.

د اېجنسۍ مشر ډاکټر محمد اشرف طاهر د جمعې په ورځ په لاهور کې ويلی وو چې د پېښې له ځايه ترلاسه شويو دډي اېن اې نمونې ښيې چې له ماشومي سره جنسي تېری شوی وو.

د پنجاب په قصور ښار کې هم له يوې ماشومې سره جنسي تيری شوی وو چې پرضد يې مظاهرې وشوې.
د پنجاب په قصور ښار کې هم له يوې ماشومې سره جنسي تيری شوی وو چې پرضد يې مظاهرې وشوې.

د مردان ناظم حمايت الله مايار د جمعې په مازيګر مشال راډیو ته وويل چې د جنورۍ پر ۱۴مه د څلور کلنې ماشومې عاصمه تر لاسه شوی وو چې تر جنسي تيري وروسته وژل شوې وه.

د نوموړي په وينا چې ماشومه له کور سره نږدې يو کس له ځان سره روانه کړې وه او دوې ورځې وروسته يې د ګنو په پټو کې يې مړۍ ترلاسه شو.

دده په خبره کله چې ډاکټرانو معاينه وکړه نو مالومه شوه چې له ماشومې سره جنسي تېری شوی دی.

حمايت مايار زياته کړه چې د پېښې په تړاو څوک نيول شوي نه دي البته پوليسو د ۲۰۰ کسانو د وينو نمونې ترلاسه کړي دي.

تر دې وړاندې د پنجاب په قصور ښار کې هم يوه اوه کلنه ماشومه زينب تر جنسي تيري وروسته وژل شوې وه.

سپريم کورټ د هغې پېښې هم ازخودنوټس اخیستی وو او وروسته پوليسو د عمران علي په نوم يوکس په دې تور ونيولی.

د زينب د پېښې په تړاو د يوولس نيم سوه کسانو د ويني نمونې اخيستل شوې وې چې وروسته د تورن کس عمران علي وينه د پېښې له ځای سره موندل شوې ويني نمونې سره سمون خوړلی وو.

XS
SM
MD
LG