د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ازادې اروپا راډيو په پاکستان کې د خپلو همکارانو په اړه اندېښمنه ده


د ازادې اروپا راډيو په خپله یو بیانیه کې اندېښنه ښودلې چې د پاکستانیو چارواکیو له لوري تېره اونۍ په اسلام اباد کې د مشال راډيو د بیور تر تړل کېدو وروسته یې اوس د راډيو کارکوونکي تر فشار لاندې راوستي دي.

د یادې راډيو عمومي مشر تامس کېنټ د جنورۍ په ۲۶مه په خپله یوه اعلامیه کې ویلي داسې نښې نښانې دي چې پاکستاني چارواکي د مشال راډيو کارکوونکي په زوره اړ اېستل کېږي چې د خپلې ادارې خلاف بیان ورکړي.

د جنورۍ پر ۱۹مه د پاکستان کورنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر د پاکستانۍ استخباراتي ادارې ''ای اېس ای'' د هغه تورونو پس وتاړه چې مشال راډيو د پاکستانۍ ګټو خلاف خپرونې کوي او د دښمنې استخباراتي اجنډې پر لیکه روانه ده.

"موږ په اسلام اباد کې د مشال راډيو د دفتر پر بندېدو ډېر زيات اندېښمن يو او د پاکستانيو چارواکیو د ارادو په اړه په بېړنۍ توګه د زياتو معلوماتو په لټه کې يو. مشال راډيو د ازادي اروپا ازادۍ راډيو يوه څانګه ده چې خصوصي خبري اداره ده او د امريکا کانګرېس يې ملاتړ کوي. دا اداره د هېڅ یوه هېواد له استخباراتي شبکو سره تړاو نه لري. مشال راډيو په پاکستان کې زموږ د اورېدونکیو لپاره د باوري او بې پلوه معلوماتو مهمه سرچينه ده. موږ هيله لرو چې دا ستونزه به بې له ځنډه هواره شي."

د جنورۍ پر ۲۵مه نېټه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر مهال د مشال راډيو تړلو ته یو بل دلیل راوړ، ویل یې، د کورنیو چارو وزارت د مشال راډیو دفتر ځکه تړلی چې اجازتنامه/لایسنس یې نه درلود.

خو د مشال راډيو پروډکشن کمپنۍ په پاکستان کې د یوې خپروندیه ادارې په توګه رسمي اندراج لري، او بل دا چې یاده راډيو په پاکستان کې د خپرونو لپاره هېڅ ټرانسمیټرې نه لري.

په پاکستان کې د مشال راډيو د کار اجازتنامه
په پاکستان کې د مشال راډيو د کار اجازتنامه

د خبريالانو د خونديتوب د نړيوالې کمېټې لخوا له بيان وروسته پېښور پرېس کلب او خېبر يونين اف جرنلسټس هم د اعلاميې په خپرولو سره د مشال راډيو د دفتر پرانيستلو لپاره غږ پورته کړ. دواړو اتحاديو په خپرې شوې اعلاميې کې ويلي چې د رسنيو د ادارې په تړلو سره ستونزې نه هواريږي بلکې دا یو امرانه چلن دی چې د بيان ازادي سلبوي.

تر دې وړاندې د جمعې پر ورځ ناوخته د خبريالانو د خونديتوب نړيوالې ادارې په اسلام اباد کې د مشال راډیو دفتر تړل په پاکستان کې “د صحافت ازادۍ ته یو ګواښ” وباله. د اسیا لپاره د یادې ادارې مشر سټیون بټلر په خپل بیان کې ویلي دي چې مشال راډيو په پاکستان کې د معلوماتو یوه مهمه سرچینه ده. نوموړي غوښتنه کړې چې مشال راډیو باید بې د حکومت له فشاره په دې هېواد کې خپل کار پر مخ وړلو ته پریښودل شي.

د راډيو تړلو امر تر هغه وروسته خپور شوی چې د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د جنورۍ پر ۱۲مه ویلي ول، د امریکا له دغه نیوکو چې وايي د ترهګرۍ ضد جګړه په پوره همت نه کوي او د واشنګټن دا پرېکړه چې پر اسلام اباد به مرستې بندوي، ورته د دوکې احساس کېږي.

د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پاکستان د "درواغو او دوکې" تور پورې کړی وو چې پاکستان ته د ۱.۹ میلیاردو ډالرو کلنۍ پوځي مرسته به تر هغو تړي چې تر څو پاکستان د افغان طالبانو او د حقاني شبکې وسله والو پروړاندې پرېکنده اقدام نه وي کړی، چې په پاکستان کې د پولې په اوږدو کې پناه ګاوې لري.

مشال راډيو له پراګه راډيویي او ډیجیټل خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG