د لاسرسي ځای

تازه خبر

زبېر عمر: د نقيب مسود د وژنې څېړلو لپاره دې جوډيشل کميشن جوړ کړل شي


نقيب الله مسود له خپل ماشوم زوی سره
نقيب الله مسود له خپل ماشوم زوی سره

د پاکستان د سند صوبې ګورنر زبېر عمر نن ماښام [پنجشنبه] د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د جنوبي وزيرستان د وژل شوي ځوان نقيب مسود په نوم د لګول شوي کېمپ ګډونوالو ته په وينا کې وويل چې نقيب الله مسود بې ګناه و او دی به د هغه د وژنې په تړاو د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ته د جوډيشل کميشن جوړولو سپارښتنه کوي. نوموړي دا اعلان د پښتنو د ځايي جرګې د غړو پر غوښتنه وکړ.

(( ما دوی [جرګې] ته ويلي چې وزيراعظم کېدای شي د جنورۍ پر ۲۸مه کراچۍ ته راشي. که کراچۍ ته راغلی نو زه به خپله هغه ته سپارښتنه کوم او ستاسو له اړخه به خبره ورته کوم، او انشا الله دا خبره به په هغه منم چې د جوډيشل کميشن جوړولو امر وکړي، چې دا ډول د راو انوار لخوا د يو بې ګناه ځوان وژنه وڅېړل شي. دا ځوان نه ترهګر و او نه يې بل کوم غلط کار کړی و خو په ډېره بې رحمۍ ووژل شو نو بايد د دې لپاره جوډيشل کميشن جوړ کړل شي.))

د ګورنر زبېر عمر پر دې اعلان د پښتنو جرګې ډاډ څرګند کړی او هيله يې ښودلې چې د سپريم کورټ تر څارنې لاندې کمېشن کې به د کراچۍ د ملير سيمې د پوليسو پخواني مشر راو انوار په ضد کره ثبوتونه رامنځ ته شي چې ورسره په ټول پاکستان کې به د غېرقانوني وژنو په مخنيوي کې مرسته وشي. د دې جرګې يو مشر رحمت خان په دې اړه وايي:

((دا جوډيشل کميشن به د يوه واحد سړي لپاره نه وي. په دې کې به د راو انوار د وخت کارونه چې ده کړي دي، هغه به وڅېړل شي. راو انوار ډېر بااثر او بارسوخه سړی و. د دې يو سړي چې صحيح تحقيق وشي نو زه اميد لرم چې بيا به څوک دا جرات ونکړي چې ماورايې عدالت وژنه وکړي، نه يوازې دلته په کراچۍ کې بلکې دا به پر ټول پاکستان اثر وکړي.))

نقيب مسود (ښي اړخ ته) د کراچۍ د ملير سيمې د پوليسو پخواني مشر راو انوار (کيڼ اړخ ته)
نقيب مسود (ښي اړخ ته) د کراچۍ د ملير سيمې د پوليسو پخواني مشر راو انوار (کيڼ اړخ ته)

۲۷ کلن نقیب الله مسود د جنورۍ پر دريمه تښتول شوی وی. د نوموړي مړی د جنورۍ پر ۱۳مه په کراچۍ کې موندل شوی و او له ادعا سره سم هغه د راو انوار په مشرۍ پوليسو وژلی و. راو انوار ويلي چې نقيب مسود له تحريک طالبان پاکستان سره تعلق درلودی او له پوليسو سره په مقابله کې ووژل شو، خو وروسته د سیند پولیسو په خپلو پلټنو کې د راو انوار ادعاوې ناسمې بللې وې. له دې وروسته راو انوار له خپلې څوکۍ ليرې کړل شو او له هېواده بهر د نوموړي پر وتلو بنديز ولګول شو.

د نقيب مسود پلار محمد خان
د نقيب مسود پلار محمد خان

د نقيب مسود پلار د جنورۍ پر ۲۳مه د هغه پر ضد د خپل زوی د وژنې په تړاو په پوليسو کې رپورټ هم درج کړی خو د راو انوار درک نه دی معلوم.

XS
SM
MD
LG