د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر احتجاج ناست سب انجنيران له عمران خانه ګله من دي


د خېبر پښتونخوا سب انجنيران په دولسمه ورځ هم د اسلام اباد په بني ګالا کې خپل احتجاج ته دوام ورکړی. دوی وايي د خېبر پښتونخوا حکمران ګوند تحريک انصاف مشر عمران خان دې په خپل صوبايي حکومت فشار واچوي چې دوی ته ترقي ورکړي. په بني ګالا کې د عمران خان کور دی.

په اسلام اباد پريس کلب کې تر مطبوعاتي غونډې وروسته، د دغو انجنيرانو مشر، مختيار حسېن د جنورۍ په پنځه وېشتمه مشال راډيو ته وويل چې دوی د ۹۰۰ سب انجنيرانو لپاره د رتبې ترقي يا اپريګيډېشن غواړي.

هغه زياته کړه: ''موږ سره تېر کال د خېبر پښتونخوا حکومت وعده کړې وه چې د صوبې د نورو سرکاري ملازمېنو په شان به ستاسي ترقي کوو او شپاړسم ګرېډ ته به مو اوچتوو خو تر اوسه دا کار نه دی شو. موږ تر هغې له دې ځايه نه ځو تر څو چې عمران خان خپل حکومت ته زموږ لپاره نه وي ویلي.''

موږ عمران خان وينو چې دلته تېرېږي راتېريږي. په خپل لوی موټر کې سپی هم ورسره وي خو موږ ته نه ودرېږي.
مختيار حسېن

دوه اونۍ وړاندې په دې مرستيال انجنيرانو کې يې ځينو په سوات کې مظاهره کړې وه. د ملاکنډ دغو انجنيرانو ګواښ کړی وو چې که ستونزه يې حل نه شوه نو دوی به خپل کارونه ودروي. د دوه په خبره دې سره به د بجلۍ ټرانسفرمرو سمبال ساتل او نور هغه کارونو چې د دوی پر غاړه دي پر ټپه ودرېږي.

کله مو چې له مختيار حسېن وپوښتل چې آيا عمران خان سره يې ملاقات نه دی شوی؟ نو هغه وويل چې نوموړی ورته وخت نه ورکوي.

دا مرستيال انجنيران تر دې مخکې هم يو ځل د عمران خان کور ته ورغلي وو، بېا د هغه په وېنا ورسره صوبايي حکومت وعده وکړه چې مسله به يې اواروي.

مختيار حسېن
مختيار حسېن

د تحريک انصاف ګوند د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی، ياسېن خليل مشال رېډيو ته وويل دا خلک په اسلام اباد کې هسې وخت ضايع کوي او خپله ستونزه بايد بېرته صوبې ته يوسي. ''عمران خان يوازې درخواست کولی شي. دا خلک دې راشي. موږ ورسره مخکې هم ناست شوي يو. بېا هم ورسره کښېنو. د دوی په ترقۍ او اپريګيډېشن کې قانوني ستونزې دي. موږ د قانوني ماهرينو سره پر دې مسله خبرې کوو. دا به اواروو.''

خو بني ګالا ته ورغلي سب انجنيران وايي د خېبر پښتونخوا حکومت بايد قانوني ستونزه جوړه نه کړي او لکه څرنګه يې چې د تعليم او صحت څانګې ملازمېنو ته ترقي ورکړې، همدغسې دې يې دوی ته هم ورکړي.

XS
SM
MD
LG