د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ټولې فاټا ته دې د عدالتونو واک وغځول شي'


په اسلام اباد کې د شهيد بوټو فاونډېشن تر سيوري لاندې په قبايلي سيمو کې د عدالتونو واک غزولو پر موضوع سېمینار کې ګډونوالو ويلي دي چې له قامی اسمبلۍ منظور شوی بل کې نیمګړتياوي موجودي دي. د پيپلز ګوند سېنېټر فرحت بابر سېمینار ته ويلي چې په سېنېټ کې به په هغه بل کې ترميمونه وړاندي کړي. د غونډي ګډونوالو دا غوښتنه هم وکړه چې د عدالتونو واک غزولو يوې ځانګړې سيمې لپاره نه وي بلکې په ټولو قبايلي سيمو کې يو شان دا بل نافذ کړل شي.

د شهيد بوټو فاونډېشن مشر سکندر علي مشال راډيو ته وويل چې په سېمينار کې د قبايلي سيمو استازیو، د پيښور هایکورټ پخواني جج او نورو سياسي مشرانو ګدون وکړ. سکندر وويل چې په غونډه کې په قبايلي سيمو کې د عدالتونو واک غزولو ټولو اړخونو ته کتنه وشوه. ده زياته کړه:

''سېنېټر فرحت الله بابر د سېمینار ګډونوالو ته ډاډګيرنه وکړه چې دا بل له قامي اسمبلي منظور کړل شوی دی او له سېنېټه يې منظوري پاتي ده. په دي کې ځينې تراميم دی. په دې ترميمونو کې په ځانګړې توګه د عدالتونو اطلاق په ټوله قبايلي سيمه کې پکار دی، او خاص علاقې لپاره نه وي. پر دی موضوع ټول سلا شوی دي. نوموړي په دې لړ کې يو ترميم هم په سېنېټ کې جمع کړي دي، او نورو سياسي ګوندونو سره پر دې ترميم مشاورت هم کوي.''

سکندر علي زياته کړه چې د سېمینار برخوالو د عدالتونو غزولو بل هرکلي کړي خو ورسره يې په دي موجودې نیمګړتياوې لري کولو غوښتنه هم وکړه. د سېمینار برخه اخېستونکې د عوامي نيشنل ګوند مخکښ مشر لطيف اپرېدي له مشال راډيو سره په خبرو کې په بل کې نیمګړتياوې په ګوته کړې او زياته يې کړه:

"که چرې دا بل په دې شکل کې منظور کړل هم شي، نو دا به په ټوله قبايلي سيمه کې نافذ نه وي. په حقيقت کې اختيار وفاقي حکومت له خپلځان سره وساتلو. دوهمه خبره مې دا وکړه چې له دې بل سره د قبايلي سيمو هغه حثيت ختم نه شو بلکې زموږ تمه وه چې فاټا په صوبه کې شامله شي. په هغه قانون کې هېڅ هم نه شته."

د شهيد بوټو فاونډېشن مشر سکندر علي
د شهيد بوټو فاونډېشن مشر سکندر علي

لطيف اپرېدي وويل چې دا بل په ښه نيت نه بلکې بدنيتي شوی دی او دا يې د فاټا ولس خوشالو لپاره کړي دی. نوموړي زياته کړه چې عدالتونو غزولو ترڅنګ دی سره پوره عدليي نظام جوړول دی. د غونډې يو بل برخوال پخواني د پارليمان غړي اخونزاده چټان وويل چې فاټا ته عدالتونو غزولو بل کې ابهام موجود دي. ده زياته کړه:

''ټولو ګډونوالو په دي بل خپلې اندښني څرګندي کړي. په دي بل کې ټول واک وفاقي حکومت له ځان سره ساتلي دي. که چرې حکومت په دې کې په ریښتونې توګه کار کول غواړي نو په سمدستي توګه يو نوټيفکېشن دې جاري کړي او له ځانګړي تاريخ سره دا خبره واضحه کړي چې په ټوله فاټا کې به دا بل نافذوي."

دا غونډه په داسې حال کې شوي چې د جنورۍ پر ۱۲مه قامي اسمبلۍ قبايلي سيمو ته د سپريم کورټ او پېښور هايکورټ د واک غزولو بل په اکثریت منظور کړ. د پاکستان ځينې سياسي ګوندونو دا پرېکړه ستايلې خو د جمعيت علما اسلام - ف - ډلې مشر مولانا فضل الرحمان د جنوري په ۱۳مه ويلي ول چې قبايلي سيمو ته د سپريم کورټ او پېښور هایکورټ واک غزولو په وړاندې اییني خنډونه موجود دي.

XS
SM
MD
LG