د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د لوګر رسنۍ له مالي بحران سره مخامخې دي'


د لوګر د سیمه ییزو رسنیو یو شمېر خبریالان او کارکوونکي وايي، یادې رسنۍ له اقتصادي اړخه له سختو ستونزو سره مخامخې دي او له همدې کبله تر اوسه دوې راډیوګانې او ګڼې چاپي خپرونې تړل شوي دي.

دوی له افغان حکومت او د رسنیو د ملاتړ په برخه کې له نړیوالو ادارو غوښتنه کوي، چې دوی ته هغه اعلانات د پیسو په مقابل کې د خپریدو لپاره ورکړي، چې خلکو ته ټولنیز او ګټور پیغامونه ولري.

هغوی وايي، کچیرې افغان حکومت د رسنیو د پايښت په باب په اوږد مهالو برنامو کار ونکړي، نو ممکن ډیر شمیر رسنۍ د سقوط په برخلیک اخته شي.

که څه هم په وروستیو کلونو کې ډيری سیمه ییزې رسنۍ د اقتصادي ستونزو شکایت کوي، خو د هېواد په کچه د افغان حکومت لخوا د رسنیو د مالي ملاتړ لپاره په داسو برنامو کار ندی شوی، چې د رسنیو پايښت تضمین کړي.

د لوګر خبریالان او د رسنیو مسوولین وايي، کچیرې افغان حکومت او د رسنیو د ملاتړ ځنې ادارې هغه اعلانونه چې خلکو ته د روغتیا او پوهنې په شان نور ټولنیز اعلانونه د خپریدو لپاره ورکړي، نو له یوې خوا به يې تر خلکو پیغام ښه ورسیږي او بل لوري ته به يې د رسنیو سره مالي مرسته کړي وي.

په لوګر کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې غړی مطیع الله سرور وايي، چې په یاد ولایت کې نا امنيو او کمزوري اقتصادي حالت رسنۍ له ستونزمن حالت سره مخامخې کړي او یو شمېر يې دریدلي دي.

ښاغلی سرور زیاتوي:

((له ۲۰۱۴ کال راوروسته په یاد ولایت کې رسنیو په اقتصادي لحاظ ښه ورځ نده لیدلې، کومو انجیوګانو چې له رسنیو يې حمایت کاوه، د بیلګې په توګه د ولایتي بیارغونه ټیمونه چې د کرنې، کلیو پراختیا او نورو ادارو خپرونې به يې د پیسو په مقابل کې رسنیو ته سپارلې، خو له هغه وروسته د لوګر راډیوګانې واقعاً د سکوت سره مخامخې دي او په لوګر کې تر اوسه دوې راډيوګانې د اقتصادي ستونزو له کبله تړل شوې دي.))

په لوګر کې د یو تلویزیون خبریال حکمت الله واقد وايي، سکټوري وزاتونه لکه د پوهنې، روغتیا، کلیو پراختیا، کرنې او نور امنیتي وزارتونه د تبلیغاتو لپاره ځانګړې بودجې لري، کچیرې دوی اعلانات په عادلانه ډول رسنیو ته وسپاري، نو له یوې خوا به رسنۍ پر ځان بسیا شي او بل لوري ته به د هغوی پیغامونه هم په ښه ډول تر خلکو ورسیږي.

په لوګر کې یو بل تن خبریال سیداجان احمزی له افغان حکومت غوښتنه کوي، چې په ټوله کې دې د رسنیو د معنوي ملاتړ تر څنګ د هغوی د مادي امکاناتو لپاره دې هم لارې چارې پیدا کړي.

دی وايي هغه اعلانات چې یو شمېر حکومتي ادارې يې رسنیو ته سپاري په هغه کې هم تعادل په پام کې نه نیول کیږي، ځینو رسنیو ته څو، څو اعلانونه ورکوي، خو بیا ځینو ته یو اعلان هم نه ورکول کیږي.

په ټوله کې په سیمه ییزو رسنیو کې د پوهنتونو او ښوونځیو یو شمېر محصلان هم د ژورنالیزم د زده کړې په موخه په رضا کاره ډول دندې اجراء کوي.

هغه رسنۍ چې څه نا څه مالي امکانات لري، دا ډول ځوانانو ته لږ، لږ تشویقي مالي امکانات په پام کې نیسي.

نور محمد عابد هم د ژورنالیزم د محصلانو له منځه هغه کس دی، چې د لوګر د یوې سیمه ییزې رسنۍ سره رضاء کاره فعالیت لري.

دی وايي، سیمه ییزې رسنۍ له اقتصادي لحاظه ځورونکی حالت لري او حکومت ته بایده دي چې د وړ کدرونو د جذب لپاره رسنیو ته اقتصادي فرصتونه برابر کړي.

بلخوا د لوګر د والي ویاند سلیم صالح په یاد ولایت کې د رسنیو اقتصادي ستونزې مني او وايي، چې دا مسالې يې د سکټوري وزارتونو او د هغو نړیوالو ډونرانو سره شریکې کړي، چې د رسنیو د ملاتړ په برخه کې فعالیت لري.

د لوګر والي ویاند زیاتوي، ټولې سیمه ییزې رسنۍ په یو ډول د ولایتي ادارې د هر اړخیز ملاتړ څخه برخمنې دي، خو د مادي ملاتړ په برخه کې يې د یادو رسنیو اقتصادي اړتیاوې په پرلپسې توګه د سکټوري وزارتونو او د رسنیو د ملاتړ د برخې نړیوالو ډونرانو سره شریکې کړي او که هغوی رسنیو سره مرسته کوي نو د لوګر رسنۍ هم ورڅخه محرومې نه پاتې کیږي.

XS
SM
MD
LG