د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې ډرون بريد د حقاني شبکې دوه وسله وال وژلي


د پاکستان د قبايلي سيمو کورمې او اورکزو پر پوله په سپين ټل کې ‌ډرون بريد د حقاني شبکې دوه وسله وال وژلي دي. د سيمې امنيتي چارواکي وايي، ډرون بريد نن سهار د حقاني شبکې د کومندان احسان الله، چې په خوريي هم مشهور دی، کور په نښه کړ. د بريد په نتيجه کې نوموړی د خپل ملګري ناصر محمود سره پر هغه ځای ووژل شو.

دا په روان کال کې په پاکستان کې دويم ډرون بريد دی. له دې وړاندې د جنوري پر ۱۷مه نېټه په کورمه اېجنسۍ کې ډرون بريد يو مشکوک وسله وال ژوبل کړی و.

دا بريد تر هغه وروسته کېږي چې د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سېنډرز د دوشنبې په ورځ په واشنګنټن کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال پر پاکستان غږ وکړ چې په سمدستي توګه د طالبانو مشران ونيسي يا يې وباسي او د خپلو عملياتو لپاره يې د پاکستان ځمکې کارولو ته پرېنږدي. نوموړې دا خبرې د کابل پر انټر کانټيننټل هوټل د تيرې شنبې ورځې د ډله ييز بريد په تړاو وکړې چې مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه واخيست. په دې بريد کې د ۱۴ بهرنيانو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي وو.

افغان حکومت او امريکا پر پاکستان تورې پورې کوي چې پر خپله خاوره يې وسله والو ته پټن ځايونه ورکړي دي. دوی په ځانګړې توګه حقاني شبکې ته ګوته نيسي چې په افغانستان کې په زياتره وسله والو بريدونو کې تورنه ده. خو پاکستان دريځ لري چې د حقاني شبکې په ګډون يې د ټولو وسله والو ډلو مرکزونه وران کړي دي او دا ډله اوس په پاکستان کې نشته.

  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG