د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت: د کلتور ودې ته ژمن یو


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د خېبرپښتونخوا حکومت د يوې کلتوري تګلارې منظورې ورکړي چې موخه يې د صوبې ثقافت، ادب او موسيقۍ ته وده ورکول ښودل شوي.

صوبايي حکومت وايي، د کلتور تګلارې په جوړولو او د هغې د منظورولو په چارو کې د هېواد له نورو صوبو مخکې شوی.

د صوبې د کلتور محکمې يو افسر اجمل خان مشال راډيو ته وويل، دی هيله من دی چې د دې پالېسۍ په نتيجه کې به د صوبې ثقافت او هنر ته د پام وړ ګټې ورسي.

نوموړي زياته کړه، حکومت پلان لري چې د صوبې يو شمېر حقدارو هنرمندانو ته هره مياشت ۳۰۰۰۰ روپۍ ورکړي.

اجمل خان وویل، “د خېبرپښتونخوا حکومت دی چې دا پاليسي يې جوړه کړه، د هېواد نورو صوبو لا نه ده جوړه کړې. هنرمندانو ته به يې ډېرې ګټې ورسي. موږ غواړو د هغوی ژوند او د کار کولو معيار ښه شي. د کلتور د ودې لپاره بېلا بېلې پروژې به پيل شي، له دې کارونو لپاره به له بهره هم پيسې راروانې شي. حکومت د ۲۸ هنرمندانو يو لېسټ جوړ کړی چې هره مياشت به ۳۰۰۰۰ روپۍ ورکوی. موږ به خپله يو وداني هم ولرو چې پکې به د هنر د زده کړې خونې او سټوډيوګانې موجودې وي.”

په پېښور پريس کلب کې د کلچرل جرنلسټس فورم مشر، خبريال او ليکوال روښان يوسفزی د صوبايي حکومت د کلچر پالېسۍ د عمده ټکو په يادولو سره وايي، دی هيله من دی چې په صوبه کې د غير معياري فلمونو او ډرامو جوړېدو مخه به ونيول شي او ځايي هنرونه به وده وکړی.

روښان یوسفزي زیاته کړه چې” د ډرامو او سټيج شوګانو د څار لپاره هېڅ بندوبست نه وو. په دې پالېسۍ کې اوس ويل شوي چې د غير اخلاقي ډرامو او شوګانو جوړوونکو کسانو پر ضد به حکومتي اقدام کيږي او سزاګانې به ورکول کيږی. بله مهمه يې دا چې د ضلعو په کچ به هنري کونسلونه يا مرکزونه جوړيږي چې ځايي هنر او هنرمند ته يې ګټې ورسي”.

روښان يوسفزی زياتوي، دوی به د کلچر پالېسۍ د عملي کولو چارې له نيږدې څاري او د سرغړونو په صورت کې به حکومت ته د احتجاج خپل غږ رسوي.

هغه وویل “ د صوبې تېر حکومت هم د کلچر پالېسۍ جوړولو په لړ کې هلې ځلې کړې وې، خو د منظورۍ چارې ترې نيمګړې پاته شوې وې. دا چې اوسنی حکومت په دغه کار کې بريالی شو، ليکوالان او فرهنګيان يې هرکل کوي. موږ به بيا هم ګورو چې د صوبې د کلتور او د خلکو یې د اجتماعي مزاج پر ضد که کوم کار کيږي، نو کلچرل جرنلسټس فورم به د خپلو نورو ملګرو تنظيمونه سره په ګډه د احتجاج خپل غږ حکومت ته رسوو.”

په پېښور کې ځوان سندرغاړی ظفر اقرار د هنرمندانو د ټولنې په استازيتوب هيله ښيي چې حکومت به خپله کلچر پاليسي په سمه توګه عملي کړي. نوموړی له بې وزلو هنرمندانو سره د حکومت مالي مرستې ډېرې اړينې بولي.

ظفر اقرار “زما په فکر تر ټولو ضروري دا ده چې حکومت هنرمندانو ته د مالي مرستو ورکولو خپلې ژمنې عملي کړي. موږ يو شمېر بې وزله هنرمندان لرو چې دې مرستو ته ډېره اړتيا لري. پر دې موضوع موږ له حکومتي خلکو سره خبرې هم کړي دي، نو هيله من يو چې له هنرمندانو سره به مرستې ته حاضر شي.”

کتونکي که له يوې خوا د کلچر پالېسۍ جوړولو او د هغې د منظورولو حکومتي اقدام ستايي، نو له بلې خوا له حکومته غوښتنه کوي چې د صوبې د ثقافتي ورثې په اړه معلومات د ماشومانو او ځوان کهول د تعليمي نصاب لازمي برخه وګرځوي.

XS
SM
MD
LG