د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نجونو تعلیم لپاره له ملاله فنډ سره د ایپل کمپنۍ تړون


ایپل کمپنۍد دوشنبې په ورځ له ملالې فنډ سره په ګډه د نجونو زده کړو لپاره د کار کولو هوډ ښودلی دی. د ایپل کمپنۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده کمپنۍ به له ملالې فنډ سره د نجونو زده کړو ته د ودې لپاره کار کوي.

د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د تعلیم لپاره له تېرو څو کلونو راهیسې هلې ځلې کوي او ملاله فنډ تر دولسم جوماته پورې هرې نجلۍ ته د وړیا تعلیم غوښتنه کوي. ملاله یوسفزۍ خپل دغه مرام ته د رسېدو لپاره شپه او ورځ کار کوي او د نړۍ له شتمنو وګړیو او ادارو سره هم ګوري.

د ایپل کمپنۍ په ملاتړ به تمه کېږي چې د ملالې فنډ کارونه نور هم وغزېږي. تمه کېږي چې ملاله فنډ به له دې سره د هند او لاتیني امریکاسلو زرو نه زیاتو نجونو ته د لېسې تر کچې د زده کړو لار برابره کړل شي. له دې سره سره د ملالې فنډ او ایپل کمپنۍ په اشتراک سره به د ګلمکۍ نېټورک لاندې په افغانستان، پاکستان، لبنان، ترکي او نایجیریا کې ترسره کېدونکي کومکونه زیات شي.

د ایپل کمپنۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاده کمپنۍ به له ملالې فنډ سره د ټیکنالوجۍ، نصاب، څېړنو او نورو څانګو کې مرستې کوي. د خبرپاڼې له مخې د ایپل کمپنۍ اجراییه رییس ټیم کوک به د ملالې فنډ له مشرتابه کونسل سره هم یوځای شي.

ملالې د دوشنبې په ورځ د ایپل کمپنۍ سره موافقې ته له رسېدو وروسته وویل، دا یې لوی ارمان دی چې هره نجلۍ پخپله د خپل سباوون ټاکلو جوګه شي. نو موړې وویل، ایپل کمپنۍ د خپلو فعالیتونو له وجې په نړۍ کې د تعلیم د ودې لپاره کار کړی دی او هغه په دې خوشاله ده چې یادې کمپنۍ د نجونو د تعلیم د ودې لپاره ورسره اوږه ورکړه. نوموړې وايي له دې سره به نجونې وکولی شي بغیر له څه ویرې ترهې خپلې زده کړې ترسره کړي.

په دې موقع د ایپل کمپنۍ اجراییه رییس ټیم کوک وویل، دوی باور لري چې تعلیم د برابرۍ یو لوی ځواک دی او د ملالې هغې ژمنې ته وسعت ورکوي چې هره نجلي د تعلیم کولو حق لري. نوموړې ملاله د یوې زړورې نجلۍ په نامه یاده کړه چې د نجونو د تعلیم لپاره یې ډېره مبارزه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG