د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر بڼوال د ممیزو د وچولو خونې غواړي


د لوګر بڼوال وايي که حکومت پاملرنه وکړي، د ممیزو حاصل زیاتېدای شي
د لوګر بڼوال وايي که حکومت پاملرنه وکړي، د ممیزو حاصل زیاتېدای شي

لوګرـ د لوګر یو شمېر بڼوال غوښتنه کوي، چې په یاد ولایت کې دې د ممیزو د وچولو خونې ډېرې شي. دوی زیاتوي، کچیرې په لوګر کې د ممیزو پاکول او وچول معیاري شي، نو نه یوازې دا چې د ممیزو د خرابیدو مخه به ونیول شي، بلکې بازار ته به يې عرضه هم څو برابره ډېره شي.

بلخوا د لوګر د کرنې ریاست چارواکي هم د انګورو د معیاري پروسس پر اړتیا ټینګار کوي او وايي چې د انګورو د فصل پر مهال يې بیې لږې وي او بڼوال يې په خرڅولو کې د ګټې پر ځای تاوان کوي.

د ممیزو د پروسس ځای
د ممیزو د پروسس ځای

د یکشنبې په ورځ په لوګر کې د باغداری او مالداری د ملي برنامې مسوول صفي الله ستانکزی مشال راډیو ته وویل، چې یادې ادارې په وروستیو درېیو کلونو کې خواوشا اویا کشمش خانې یا د ممیزو د وچولو خونې جوړې کړي دي.

د ده په وینا هغه ممیز چې له یادو خونو په لاس راځي، د هغو په پرتله چې ازاده هوا کې وچیږي د کیفیت له اړخه ښه او سوداګر يې هم ډېر دی.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي د ممیزو د وچولو په هره خونه څلور لکه ۴۵ زره افغانۍ لګښت شوی او اوه، اوه ټنه ممیز ځايوي، چې څلويښت سلنه لګښت يې بڼوالو ورکړی دی.

نوموړی وايي په نوي کال کې د یو شمېر نورو دا ډول خونو جوړول هم په پام کې لري.

په لوګر کې هغه بڼوال چې هغوی ته کشمش خانې جوړې شوي وايي، د پخوا په پرتله يې کار وبار ښه شوی دی.

د معتصم بالله په نوم د لوګر د مرکز د پادخاب شانه د کلي اوسیدونکی وايي، پخوا به يې انګور په نامناسبو ځایونو او دښتو کې پراته ول، چې پاکول يې ډېر ستونزمن وو، کچیرې پاک به وو، سوداګرو اخیستل او که پاک به نه وو، نو سوداګر يې نه لاره.

د ده په وینا چې د کشمش خانو ممیزپاک وي او دوی ته په ښه بیه خرڅیږي.

د لوګر یو بل تن بڼوال حاجي ګلاب وايي، مخکې يې د حاصلاتو په موسم کې یو من انګور تر شپیتو افغانیو پورې خرڅيدل، خو اوس یو من ممیز تر ۱۴۰۰ پورې هم خرڅ شوي دي، خو دا کشمش خانې کمې دي او حتی پنځه، شپږ سوو نورو ته ضرورت موجود دی.

د لوګر د کرهنې رییس انجینیر محمد دین مومند
د لوګر د کرهنې رییس انجینیر محمد دین مومند

د لوګر د کرنې او مالداری رييس محمدالدین مومند وايي، د انګورو پروسس مهمه موضوع ده ځکه د انګورو د حاصلاتو په وخت کې يې بيې ډېرې ټیټې او بڼوالو ته په زیان وي.

ده د کشمش خانو ارزښت ته په کتو وویل، چې اوس بڼوال کولای شي، د خپلو ممیزو حاصلات په مناسب وخت کې بازار ته عرضه کړي.

ښاغلی مومند وايي:

((د انګورو پروسس یوه اړینه موضوع ده، ځکه کله چې د انګورو حاصلات بازار ته عرضه کیږي، په هغه وخت کې يې په مارکيټ کې قیمت ډېر ټیټ وي، چې له دې کبله زموږ بزګران زیانمن کیږي، نو د کشمش خانو په واسطه دوی کولای شي، هغه پروسس کړي، په ممیزو بدل شي او بیا دا ممیز په ښه قیمت او په مناسب وخت کې دوی وکولای شي، چې بازار ته يې عرضه کړي او له دې لارې خپل عواید لوړ کړي.))

محمدالدین مومند مني، چې روان لمریز کال کې د انګورو حاصلات د امراضو له کبله یو څه اندازه کم شوي ول، خو د نوي کال لپاره يې د حفاظه نباتي ټیم ته دنده ورکړې او په مخنیوي کې به يې پوره اقدامات کوي.

لوګر د افغانستان د هغو ولایتونو څخه دی، چې ښه کرنیز پیداوار لري، د لوګر د ممیزو په ګډون، انګور، مڼې، زردالو او نورې بیلابیلې ترکارۍ د خپل ښه کیفیت له کبله په افغانستان او پاکستان کې ښه بازار لري.

XS
SM
MD
LG