د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د ولسمشر ټرمپ خلاف پراخې مظاهرې


د ولسمشر ټرمپ خلاف پراخې مظاهرې
د ولسمشر ټرمپ خلاف پراخې مظاهرې

په سلګونو زرو ښځو او د دوی نارینو ملاتړ کوونکو پرون د خالي په ورځ د امریکا په یو شمېر ښارونو کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ضد مظاهرې وکړې. دا په داسې حال کې ده چې د نوموړي د اقتدار یو کال موده پوره شوله.

تېر کال دغه مظاهرې په واشنګټن کې شوې وې، او دا ځل د امریکا په دوه نیمو سوو ښارونو کې تر سره شوې، چې پکې ځینو خلکو د ټرمپ په هغو پالیسیو نیوکې وکړې چې ښځې یې خپه کړي دي.

په واشنګټن کې د ډیموکرات ګوند سیاستوالو هم په پرونیو مظاهرو کې ګډون وکړ.

ګډونوالو پر مظاهره کونکیو غږ وکړ چې د روان کال په نومبر کې دې د مېډ ټرم انتخباتو لپاره ځانونه رجسټر کړي. بلخوا ولسمشر ټرمپ په یو ټویټ کې ویلي نن په امریکا کې د ښځو لپاره د مارچ کولو ډېره ښایسته ورځ ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG