د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپا ته د ریکس ټېلرسن سفر له لندنه پیلیږي


د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټيلرسن
د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټيلرسن

پراګ - ټاکل شوې د امريکا د بهرنيو چارو وزير رېکس ټيلرسن پر یکشنبې اروپا ته د خپل سفر په لومړي پړاو کې لندن ته ورسي.

نوموړی به وروسته پارېس، وارسا او په نړيوالې اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره د سوېتزرلينډ ډيووس ښار ته هم ولاړ شي.

يو امريکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې له اروپايي چارواکو سره د ټېلرسن خبرې به تر ډېره د ايران د اټومي پروګرام پر موضوع وڅرخي.

دا په داسې حال کې ده چې د ايران د اټومي پروګرام په اړه له هغه هېواد سره د امريکا پشمول د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو د لوظنامې د برخليک په اړه د پردې تر شا خبرې روانې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو چارواکي د جنورۍ پر ۲۰مه خبريالانو ته وويل، دوی د اروپا له خپلو ملګرو، په تېره له برتانيا سره خبرې کوي چې څنګ کولای شي په لوظنامه کې موجودې خلاوې ډکې کړي او په ترڅ کې يې د ايران د هغو هڅو مخه ونيسي چې په سيمه کې د خپل نفوذ پيدا کولو لپاره يې کوي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د روانې مياشت په پيل کې ويلي ول، هغه غواړي له اروپايي دوست هېوادونو او کانګرس سره کار وکړي چې له ايران سره د باراک اوباما په دوره کې د شوي تړون نيمګړتياوې له منځه يوسي.

ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی چې که په ۱۲۰ ورځو کې له ايران سره د نړيوالو لوظنامه مضبوطه نه کړای شوه، دی به ترې ووځي.

ټاکل شوې لندن ته په خپل سفر کې د امريکا د خارجه چارو وزير رېکس ټيلرسن له خپل برتانوي سيال بورېس جونسن او د هغه هېواد د قومي سلامتيا له مشير، مارک سيډوېل سره په ليدنو کې د ايران، سوريا، ليبيا، شمالي کوريا او اوکراين پر مسالو خبرې وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG