د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا د عبدالولي خان پوهنتون د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار محمد اقبال له ځايي وخت سره سم د شنبې په ماښام د لندن په سواس پوهنتون کې د عدم تشدد د نړيوال مبارز خان عبدالغفار خان په اړه کلنۍ وينا کوي.

نوموړی د خپل زوی مشال خان له وژنې وروسته په لومړي ځل برتانيې ته تللی او هلته يې پر پښتنو سربېره د پاکستان له نورو قوميتونو سره ليدلي.

د مشال راډيو خبريال عبدالحي کاکړ له نوموړي سره مرکه کړې او په لومړي سر کې يې ورڅخه پوښتنه کړې چې هغه د باچا خان په اړه څه پېغام ورکول غواړي؟

تم شئ

No media source currently available

0:00 0:04:51 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG