د لاسرسي ځای

تازه خبر

ممنون حسېن: دا یې وخت دی چې پاکستان سختدریځي قابو کړي


په پاکستان کې سلګونو ديني علماوو فتوا ورکړې چې ځانمرګي بريدونه حرام دي. تر ۱۸۰۰ زياتو پاکستانيو علماوو دا فتوا په هغه کتاب کې ورکړې چې د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن او په اسلام اباد کې نړيوال اسلامي پوهنتون يې د سېنشبې ورځ پرانيستنه وکړه.

ممنون حسېن وويل چې دا فتوا د يوې منځلارې ټولنې د ثبات لپاره مضبوط بنياد جوړوي. نوموړي زياته کړه چې د پاکستان ولس له اسلامي اصولو سره سم د دې فتوا په رڼا کې د سختدريځۍ پرضد قامي بيانيه جوړولای شي.

نوموړي وویل، د ځانووژنکیو خلاف د علماوو پر فتوا د ریاست ټولې ستنې یوه خوله دي.

ولسمشر ممنون حسېن په خپله وینا کې وویل، چې د اسلامي احکاماتو له مخې سختدریځي، خونرېزي، او ځانووژونکي بریدونه پر ځمکه د فساد خورولو په مانا دي او حرام بلل شوي دي.

نوموړي وویل، د ځانووژنکیو خلاف د علماوو پر فتوا د ریاست ټولې ستنې یوه خوله دي.

ممنون حسېن وویل، چې په پاکستان کې د سختدریځۍ څپه هله ډېره تنده شوه چې له ۷۰مې تر ۹۰مې لسیزو پورې ریاست او ریاستو ادارو خپلې ذمه داریانې له خپلو ژمنو سره نه کړې ترسره، او له هغې څخه ګڼې پېچلې ستونزې وزیږېدلې. همدا هغه ستونزې دي چې د ملک ۷۰ زره وګړي یې ووژل.

نوموړي وویل، کله چې د بل رایې ته احترام و نه شي او تنها خپله نظر ورته غوره ښکاري شي نودا دی موږ ته یې په ټولنه کې ځینې وختونه د فرقه پالنې ناوړه بڼه هم ترسترګو کېږي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسېن په خپله وینا کې وویل، که پر دغه ناوړه رجحان قابو و نه موندل شو نو په هېواد کې به د فرقه پالنې یو توپان راولاړ شي او بیا به یې کنټرولول وختونه ونیسي.

پاکستان له لسيزو راهيسې د اسلام پاله وسله والو له ناامنۍ سره مخاخ دی څوک چې خپلو پلويانو ته ترغيب ورکوي چې ځانمرګي بريدګر شهيدان دي. خو بهرني او کورني انتقادکوونکي بيا د پاکستان حکومت او امنيتي ادارې تورنوي چې د خپلو سياسي او امنيتي موخو لپاره اسلام پاله وسله وال په افغانستان او هند کې د خپلو لاسپوڅو په توګه کاروي. بلخوا پاکستاني چارواکیو په وار وار ځانمرګي بريدونه غندلي او دا يې غېر اخلاقي او معتصب عمل بللی دی.

XS
SM
MD
LG