د لاسرسي ځای

تازه خبر

نتنياهو د ممبۍ "پاکستانيو بريدګرو" نيولو هوډ وښود


نتنياهو او مېرمن يې د هند پر شپږ ورځني سفر دي
نتنياهو او مېرمن يې د هند پر شپږ ورځني سفر دي

د اسرايل وزيراعظم بينيامين نتنياهو وايي هغو پاکستاني وسله والو ته به رسېږي چې په ۲۰۰۸ کال کې يې د هند په ممبی ښار کې بريد کې د ګڼو نورو خلکو ترڅنګ دوه يهودان وژلي وو. نوموړي دا خبرې نن په نوي دهلي کې هند ته د خپل شپږ ورځني سفر پر مهال کړي او ويلي یې دي اوس هدف دا دی چې په راتلونکې کې د ورته بريدونو مخه ونيول شي.

هند د پاکستان پر استخباراتي ادارو تور پورې کوي چې د ممبی په بريدونو کې ککړو وسله والو ملاتړ یې کړی وو. اسلام اباد دا ردوي خو په ۲۰۱۵ کال کې يې په ضمانت د دې وسله والو د ادارې په مشرۍ تورن ذکي الرحمان لکهوي خوشي کړ چې هند پرې سخته خواشينې ښودلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG