د افغانستان د تعليم وزارت وايي، په لنډ وخت کې به د نصاب ٥٠ مليونه درسي کتابونه چاپ کړي. یاد وزارت وايي، په دې برخه کې د امريکا پرمختيايي ادارې يا .U.S.A.I.D ورسره د٧٥مليونه ډالرو مرسته کړې ده.
د تعليم وزارت د مطبوعاتو څانګې مشر کبير حقمل پرون مشال راډيو ته نور معلومات ورکړل. نوموړي وویل چې افغان حکومت د نصاب د برابرولو لپاره په کافي اندازه نړیوالې مرستې ترلاسه کړې دي.
تر دې مخکې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې زده کوونکیو شکايت درلود، چې درسي کتابونه نه دي وررسېدلي.