د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین په امریکايي او اروپايي انتخاباتو کې د لاسوهنې تورونه رد کړل


روسي ولسمشر ولادمیر پوتین یو ځل بیا د امریکا او اروپايي هېوادونو په انتخاباتي کیمپېنونو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي.

نوموړي د پنجشنبې پر ورځ مازیګر په مسکو کې د رسنیو له مشرانو او مدیرانو سره په مرکه کې وویل، دی فکر کوي چې دا ډول تورونه بالکل ناسم دي.

ده وویل:"هېڅوک نه خوښوي چې په کورنیو سیاسي او نورو چارو کې یې لاسوهنه وشي."

له پوتینه چې له امریکا سره د اړیکو د ښه والي د امکان په اړه پوښتنه وشوه نو ده وویل:

"اوسمهال دا پر دوی نه بلکې په امریکا پورې اړه لري او دا چې ایا هغوی به جرات وکړي او پر دې به پوه شي چې امریکا هم له روسیې سره ښه تعلقات غواړي ځکه چې دا یې له ملي ګټو سره سمون خوري."

پوتین دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې دي چې د امریکايي سېنېټر بېن کارډن په امر په تازه رپورټ کې، د اروپايي هېوادونو پر سیاست د اثر اندازه کېدو په اړه د روسیې د شاوخوا دوو لسیزو هڅې بیان شوې دي.

رپورټ پر امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم انتقاد کړی او پر هغه یې تور پورې کړی چې په امریکا کې یې هم د دې مسلې د هواري لپاره کم کار کړی دی.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG