د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماشومې زینبې په وژنه خلک سخت خپه دي


د جنورۍ په نهمه نېټه د پنجاب قصور ضلع کې یوې ماشومې سره جنسي زیاتۍ او د هغې د وژنې وروستیه نه یوازې دککړ کسانو پرضد د سختې کاروایې کولو اواز پورته شوې بلکې دې سره سره د ماشومانو د حقونو مبارزه کونکو لخوا دا غوښتنه هم شوې چې ماشومانو ته دې د ځان ساتلو لپاره د جنسي پوهاوې یا سېکس اېجوکېشن ورکړې شي.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو او د ماشومانو د مشکلاتو په اړه څېړونکې غېر سرکاري ادارې" ساحل" تر مخه په کال ۲۰۱۵ کې په قصور سيمه کې ۴۵۱ ماشومان د جنسي تېرو ښکار شوي وو په کال ۲۰۱۶ کې ۱۴۱ او د ۲۰۱۷م کال په لومړۍ شپږو مياشتو کې ۱۲۹ کېسونه رامخې ته شوي دي

د ادارې مطابق د ۲۰۱۷م کال کې په قصور سيمه کې ۱۲ ماشومان د جنسي تېرو وروسته وژل شوي دي چې پکې د ۶ نه تر ۱۰ کالو پورې شپږ جينکۍ ماشومانې او شپږ هلکان ماشومان شامل دي.

د یادې ادارې چارواکې ممتاز حسېن ګوهر وایي چې د ماشومانو تحفظ مسله په حکومتي کچ سنجیدګۍ سره نه اخیستې کېږي خو مور او پلار هم ماشومانو ته د خپل تحفظ بنیادي زده کړې نه ورکوي.

“د ټولو لومړې د مور پلار دا زمه واري ده چې خپلو بچو ته د خپل ځان تحفظ پوهه ورکړي چې څه کول دي او څه نه ،او څوک ورته په نا مناسبه ډول لاس وړي،چا سره خبرې کول دي چا سره نه چرته تلل دياو په خصؤصي توګه چا ته "نه " کولورته ښودل پکار دي،ځکه چې موږ ماشومانو ته دا وايو چې په هره خبره به د مشرانو عزت کوې او نه به نه کوې نو د دې وجې هم ماشومانو ته انکار کول نه ښودل کېږي او دا بيا ماشومانو لپاره مشکلات زيات کړي تر څو چې موږ په دې اړه پام نه وي کړې نو د زينب په شان مشومانې به وژلې کېږي او مجرمان به هم داسې ګرځي”

په ۲۰۱۵م کال کې هم په یاده ضلع کې له ماشومانو هلکانو سره د جنسي زیاتې او د هغوی د بدن اعضاو ویډیوګانو د جوړیدو یوه رسوايي (سکېنډل) هم مخې ته راغلې و.

هم دې لړ کې د ولس د پوهې لپاره د پاکستان په يو شخصي ټيلوېژن د"اډاري" په نوم ډرامه خپره شوې وه چې پکې يو ماشومه د ميرني پلار د جنسي زياتۍ ښکار شوې وه۔

هم د دغې ډرامې ليکوالې فرحت اشتياق مشال رېډيو ته وویل چې ماشومانو سره جنسي تېرې کېدل او په هغې خاموشه کېدل او په خصوصي توګه د مور پلار خاموشه کېدل په ټولنه کې نور هم دې قسمه رويو ته وده ورکوي

فرحت زياته کړه چې اوس دا نوره هم ضروري شوه چې د بې حيايې نه په دې خوا ماشومانو ته جنسي پوهاوې ورکړې شي ۔د مطبوعاتو،تعليمي نصاب،او نور د ټي وي ډرامو په شکل کې په دې موضوع خبرې کول پکار دي۔

" ما لپاره دغه ډرامه ليکل ډېر ګران کار وو ځکه چې د ليکلو پر وخت ما ځان د دغې ماشومې پر ځايې ګڼلو،او هم مې د يو مور په حېث احساس لرلو،نو دې زه په نفسياتي او جذباتي توګه ډېره خرابه کړې وم او چې کله ډرامه پوره وليکله نو خپل ځان معمول ته راوستو کې ماته دوه درې مياشتې لګېدلې وې نو بيا چې يوچا سره او بيا ماشومې سره په رښيتيا کې داسې پيښه کېږي نو د بنده روح په تکليف کې شي،نو زما په خيال ضروري ده چې ماشومانو ته دا وښودل شي چې څوک به ځان ته نزدې پرېږدې او څوک نه که هر څومر نزدې رشته کې ولې نه وي.”

هم په دې اړه د پاکستان مدني فعال او سندر غاړي شهزاد رايې په خپله يو خبري غونډه کې ووېل چېد جنسي تېرو ښکار ماشومانو فرياد په کورنو کې څوک اورېدو ته تيار نه وي خو اوس بهمور او پلار ته خپلو بچو سره په دې اړه خبرې کول نو هله به د دې مسلې حل راوځي

“زينب خو د دې دنيا نه لاړه خو د هاغه ماشومانو په اړه سوچ کول پکار دي چا سره چې هرر وخت داسې ظلم کېږي او چې بيا هغوي کله خپل مور پلار ته ځل ويل غواړي نو هغوي يې منې کوي او بيا چې کله د هګوي خله بنده کړې شي نو بيا د هغوي مثال د مړو وي او د هغوي ژوند بغېر د دې ويلو تېر شي چې هغوي د څنګه ظلم ښکار شوي دياو خپل خپلوان هغوي سره زياتی کوي،په کور او سکولونو کې به په دې اړه ماشومان خبرول وي دا به د نصاب برخه جوړول وي مور پلار ته به خپلو بچو سره خبره کول وي.”

په ۲۰۱۶م کال کې په پاکستان کې د جنسي تېرو مخنيوي لپاري بل هم منطور شوې دی د بل مطا بق په ماشومانواومعذوره کسانو جنسي تيرو کې ککړ کس ته به د پانسۍ سزا ورکړې کېږي.

وخت په وخت د جنسي تېرو مخنيوي او ماشومانو ته پوهې ورکولو لپاره د ولس او د ماشومانو د حقونو لپاره کار کونکې کار پوهانو لخوا بیا بیا د دې غوښتنه شوې ده خو د ځيني مذهبي ډلو لخو ا مخالفت او د حکومت په قانون عمل در آمد نه کولو له وجې ماشومان د جنسي زياتو سره مخ دي۔

XS
SM
MD
LG